کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٧): د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د افغانانو په مالکيت د سولې له بهيره ملاتړ کوي او امريکا به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، نن غرمه د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزف ووټل سره ولیدل.
سرچينه کاږي، ډاکټر محب له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د وسله وال پوځ د تقویت او تجهیز برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د همکارۍ او مشارکت قدرداني وکړه.
نوموړي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې مذاکراتو بحث کې د امریکا د متحدو ایالتونو له آسانچاري نقش مننه وکړه. دغه راز دواړو خواوو په امنیتي مسایلو هم بحث وکړ.
په دې لیدنه کې جنرال جوزف ووټل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره د ملاتړ اعلان سربېره وویل، امریکا متحده ایالات به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي.
ده ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید ترهګرۍ سره مبارزه کې عملي ګامونه پورته کړي او امریکا متحده ایالات به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن