د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پسته په کندهار کې د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي

پسته په کندهار کې د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي

Feb 19, 2019 - 18:30

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): چارواکي وايي، پسته په کندهار کې د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي او هڅه کوي دغه بوټی په تدریجي توګه د کوکنارو ځای ونیسي.

په دې لړ کې د کندهار د کرنې ریاست په یوه تازه ګام کې د "مرسي کور" (MC) په نوم بهرنۍ مرستندويې موسسې په مالي مرسته د دغه ولايت په میوند، تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو پر کروندګرو څه موده مخکې د پستې شپږ زره نیالګي ووېشل.

د کندهار د کرنې ریاست سرپرست محمد حامد سعادت د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د يادې موسسې له خوا د يادو ولسوالیو یو شمېر کروندګرو ته د پستې د باغونو جوړولو اړوند روزنه هم ورکړل شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه نیالګي د ۱۰۰ جریبه ځمکې لپاره دي، چې ۴۰ جریبه په میوند، ۴۰ جریبه په تخته پل او ۲۰ جریبه په سپین بولدک ولسوالۍ کې دي.

دی وايي، د پسته ونې کمو اوبو او کم لګښت ته اړتیا لري، خو حاصل یې ډېر دی چې هم په کورنیو او هم په بهرنیو مارکېټونو کې ښه بازار لري.

د ده په خبره، دا چې پسته د کندهار له آب او هوا سره توافق لري او د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لري نو په دې وروستیو کې د خلکو لېوالتیا ورسره ډېره شوې ده.

دی وايي، د کرنې ریاست له تېرو درېیو کلونو راهیسې د مرستندویه ادارو په همکاري د پستې د باغونو د ترویج هڅې پیل کړي، خو دا چې د خلکو غوښتنه ډېره ده پر وړاندې یې د دوی هڅې او امکانات کم دي.

بل خوا کندهار کې له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې د بدیل معیشیت مسوول عبدالغفور وايي، دغې ادارې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د کندهار په پنجوايي، ژېړۍ، ميوند، ارغستان او تخته پل ولسوالیو کې پر ۷۰۰ جرېبه ځمکه د پستې باغونه جوړ کړي دي.

هغه زیاتوي، دغه اداره غواړي سږ کال هم په میوند، تخته پل او سپین بولدک کې پر ۱۰۵ جریبه ځمکه د پستې نوي باغونه جوړ کړي.

دی هم وايي چې د پستې باغونو په کندهار کې ډېره ښه پایله ورکړې او که د ترویج لپاره یې پراخې هڅې وشي نو په راتلونکو څلورو- پنځو کلونو کې به د کوکنارو ځای ونیسي.

په خپله کروندګر هم د پستې د باغونو له حاصلاتو خوښ دي او وايي، په دې وروستیو کې په کندهار کې د پستې باغونو جوړولو ته ډېر پام اوښتی دی.

محمد صادق د میوند ولسوالۍ هغه کروندګر دی چې مرسته شوي نیالګي یې تر لاسه کړي او د پستې د باغ په جوړولو یې پيل کړی دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، پسته د کندهار په شان د ګرمو او وچو سیمو لپاره مناسب بوټی دی او د دوی له خوا نوي کښېنول شوي نیالګي به په راتلونکو څلور کلونو کې حاصل ورکړي.

دی وايي، که خلک یو ځل د پستې حاصلات واخلي او ګټه یې وویني نو هېڅکله به بیا کوکنارو کرلو ته زړه ښه نه کړي، ځکه هم ډېر لګښت او ډېره خواري غواړي او هم یې ټولنې ته دروند زیان اړوي خو خلک یې له مجبوریته کري.

د ده په خبره، پسته کولای شي د کوکنارو ځای ناستې شي؛ ځکه په بازارونو کې لوړه بیه لري او په لږه ځمکه کې ډېره کرل کېدای شي.

د هغه په وینا، د ده په ګډون ځینو بزګرانو ته د نیالګیو د کښېنولو او د پستې د بڼونو د ډیزاینولو په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده او دوی دغه مهارتونه په خپله سیمه کې له نورو کروندګرو سره هم شریکوي.

د کندهار د کرنې ریاست په پلان کې لري چې د اړوند وزارت او مرستندویه ادارو په مرسته په کندهار کې پر ۵ زره جریبه ځمکې نوي باغونه جوړکړي چې ډېره برخه به یې د پستې وي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال نږدې درې زره ټنه پسته صادروي چې د صادروونکو هېوادونو په کتار کې درېیم ځای لري.

د یادونې ده چې په کندهار کې د پستې د باغونو جوړولو بنسټ د ولسمشر سلاکار حامد هلمندي ایښی او څو کاله وړاندې یې د پستې لومړنی فارم جوړ کړ.

د پستې دغه لومړنى فارم د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر ١٥٠ جريبه ځمکه د ٢٤ زره ونو په لرلو جوړ شوى چې هر کال له ٢ زره کيلوګرامه ډېره پسته ورڅخه تر لاسه کوي چې یو کیلو ګرام یې د هېواد په بازارونو کې له ۷ تر ۸ سوه افغانۍ پلورل کېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement