کابل(پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۷): له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۲۷ کسان د نشه يي توکو او مسکراتو د څوارلس قضيو په تړاو په ۱۸ مياشتو تر ۱۸ کلونو بند محکوم کړل .
د ياد مرکز د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د امنيتي اوکشفي ارګانونو له خوا د يو کيلوګرام هيرويين، ۶۱ کيلوګرام مورفين، ۵۴۷ کيلوګرامه ترياکو، ۴۱۵ کيلوګرامه چرسو، ۴۱۴ ګرامه مت امفتامين(ښيښه) او ۷۸ کيلوګرامه کيمياوي توکو د قاچاق په تور د هېواد په بېلابېلو سيموکې نيول شوي وو.
سرچينه ليکي چې په يادو کسانو کې درې تنه هغه کسان هم شامل دي چې غوښتل يې نشه يي توکي د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کړي.
په خبرپاڼه کې د محکوم شويو کسانو د بند په اړه جزييات نه دي ورکړل شي.
د ياودنې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې هم د ياد مرکز لومړنۍ او استيناف محاکمو ۱۸ کسان د ۱۱ قضيو په تړاو تر ۱۸ کاله بند محکوم کړي وو.
افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې تر ټولو ډېر نشه يي توکي توليدوي.
د دغې ستونزې له امله دا مهال په افغانستان کې شاوخوا درې عشاريه شپږ ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن