ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اترا: د مخابراتي شبکو په تړاو شکایتونو ته رسېدګي کېږي

اترا: د مخابراتي شبکو په تړاو شکایتونو ته رسېدګي کېږي

author avatar
20 Feb 2019 - 20:48
اترا: د مخابراتي شبکو په تړاو شکایتونو ته رسېدګي کېږي
author avatar
20 Feb 2019 - 20:48

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه ۹۷): د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) وروسته له هغه چې د "اترا چېرته ده؟" تر سرليک لاندې په فيسبوک کې کمپاین ترسره شو، د مخابراتي شبکو په تړاو د شپږ زرو شکایتونو له ثبت څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې دې شکایتونو ته به لاسرسی کېږي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسي د فیسبوک ټولنیزې شبکې یو شمېر ګډونوالو د "اتر چېرته ده؟" په نوم کمپاین ترسره کړ.

د دې کمپاین ګډونوالو د مخابراتي شبکو له لوري له لګښت څخه د زیاتو پيسو اخیستل، د مخابراتي خدمتونو په ځانګړې توګه د انټرنټ ټيټ کیفیت، د ځینو پروګرامونو په خپل سر فعالولو او له استفادې پرته د ګډونوال د پیسو حساب صفر کېدلو په اړه شکایتونه کړي وو.

د مخابراتي خدمتونو تنظیم اداري مشر نجیب الله عزیزي، نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل چې دا ډول شکایتونه په ورین تندي مني. هغه له دا ډول شکایتونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې شکایتونه دا اداره ستونزو او د حل لارو ته یې لا متوجه کوي.

نوموړي د مخابراتي خدمتونو د ټیټ کفیت په اړه وویل، هېڅ شرکت حق نه لري چې د دوه اړخیز تړون له مخې، بې کیفیته خدمتونه وړاندې کړي؛ له دې پرته به د تېر په څېر درنې جریمې پرې وضع شي.

هغه د ګډونوالو د کریډېت ضایع کېدو په تړاو وویل چې ځینې ګډونوال د ټکنالوجي کارولو په اړه بشپړ معلومات نه لري، نو ځکه له دا ډول ستونزې سره مخامخ کېږي.

هغه زیاته کړه: ((د دې لپاره چې د لګښت کوونکي حق ضایع نه شي، ټولو مخابراتي شبکو ته  لارښوونه شوې چې له دې وروسته دوه مورده امکان نه لري؛ یو دا چې د ګډونوال له اجازې پرته دې کوم پروګرام کې ګډون نه ورکول کېږي او دویم ځیني پکیجونه چې له ګډونوالو سره شریکوي، باید د لغوه کېدو میتود یې د پیغام (مسیج) له لارې ورسره شریک کړئ.))

بل شکایت دا چې مخابراتي شبکې، ګډونوالو ته د خدمتونو په برخه کې هم له ګډونوالو پیسې ګرځوي.

عزیزی په دې اړه وویل چې تر دې وړاندې یو ګډونوال اونۍ کې له شبکې سره درې وړیا اړیکې ټینګولی شوې؛ خو اوس پرېکړه شوې چې په یوه اونۍ کې اووه وړیا اړیکې ټینګولی شي او که له دې څخه ډېرېږې، نو د ګډونوال له حساب څخه د هرې اړيکې پر سر یوه افغانۍ وضع کېږي.

هغه زیاته کړه چې له اوه څخه  د زیاتو زیاتو اړیکو پر ټینګولو له دې امله پیسې وضع شوي چې د وړیا په صورت کې ښايي ځیني خلک د شبکې کارکوونکو ته مزاحمت وکړي.

نوموړي په ټینګارسره چې ژمنې يې شعار نه دي او تطبقیږي، وویل چې له سرغړونو سره به قانوني چلند وشي.

عزیزي زیاته کړه چې روان کال کې له مخابراتی شبکو څخه څه باندې شپږ زره شکایتونو اترا اداره کې ثبت شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.