ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان صادروونکو ګلفوډ نندارتون کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي

افغان صادروونکو ګلفوډ نندارتون کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي

author avatar
20 Feb 2019 - 18:43
افغان صادروونکو ګلفوډ نندارتون کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي
author avatar
20 Feb 2019 - 18:43

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د کرنې وزارت وايي، افغان صادروونکو د ګلفوډ نندارتون په درې ورځو کې د څه باندې ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي دي.

له ياد وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوبۍ په نړیوال سودګریز مرکز کې د ګلفوډ «GulFood» نندارتون د درېيمې ورځې په ختمېدو سره شمېرې ښیي چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو اړوند غرفې د بهرنیو سوداګرو او پانګوالو له لوري ښه هرکلی شوى دى.

د ګلفوډ «GulFood» نړیوال نندارتون د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په نړیوال سوداګریز مرکز کې د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه پرانیستل شو او د پنځو ورځو (د فبروري تر ۲۱ مې نېټې) پورې ادامه لري.

په خبرپاڼه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي له قوله راغلي چې  چې تر دې دمه په دغه نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادروونکو او سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي.

هغه وویل، زعفران، وچې مېوې (انځر، بادام، ممیز)، طبي ګیاوې او څو نور کرنیز تولیدات په دغو قراردادونو کې شامل دي.

د هغه په وينا، په دغه نندارتون کې د افغانستان زعفران او وچې مېوې تر ټولو ډېر د بهرنيو پانګوالو د پام وړ ګرځېدلي دي او په همدې موخه افغان سوداګر یواځې د دغه پنځه ورځني نندارتون د درېیمې ورځې تر پایه څه باندې ۳۵ میلیونه ډالره قراردادونه ترلاسه کړي دي.

د کرنې وزارت ویاند وايي، هیله دا ده چې د پنجشنبې ورځې تر ماښامه پورې د افغان صادروونکو او بهرنيو پانګولو ترمنځ د قراردادونو ټولیز ارزښت ۵۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

سرچينه کاږي، د «طلای سرخ افغانستان» د شرکت مسوول قدرت‌الله رحمتي وایي، د تېرو کلونو په پرتله په دې دوره کې له نندارتون څخه پراخه هرکلی وشو.

د دغه نندارتون یوه بل افغان ګډونوال عبدالله کندهاري وویل چې په دغه نندارتون کې له کندهاره نږدې ۱۵ شرکتونو ګډون کړى، د کرنې وزیر له شتون او هلو ځلو څخه چې د محصولاتو د پلور په پار یې لري، مننه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.