ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې مالیې ورکولو ته د خلکو هڅونې په موخه غونډه جوړه شوه

خوست کې مالیې ورکولو ته د خلکو هڅونې په موخه غونډه جوړه شوه

author avatar
20 Feb 2019 - 16:23
خوست کې مالیې ورکولو ته د خلکو هڅونې په موخه غونډه جوړه شوه
author avatar
20 Feb 2019 - 16:23

خوست ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): د خوست مستوفي وايي چې د منظم اداري سيستم او د عامه پوهاوي نشتوالي له امله افغان حکومت لا هم پر دې نه دی توانېدلی چې له خلکو ماليه راټوله کړي.

احمد ضيا ضياء چې نن (د کب لومړۍ نېټه) يې په خوست کې د مالياتي اوونۍ د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وويل حکومت ايله پر دې توانېدلی چې له خلکو ۳۵ سلنه ماليه راټوله کړي او د دولت خزانې ته يې وسپاري.

هغه وويل پاتې ۶۵ سلنه ماليه لا هم د امنيتي ستونزو، اداري فساد، په دولتي ادارو کې د منظم اداري سيستم، د ظرفيتونو ټيټوالی او د عامه پوهاوي نه شتون له امله تر اوسه نه ده راټوله شوې.

دی زياتوي: ((دويم دليل چې ما فساد وښود، په خوست کې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۶ مالي کلونو ترمنځ تفاوت د ماليې په راټولونه کې ۱۲۰ ميليونه افغانۍ دی، په داسې حال کې چې موږ په ۱۳۹۶ کال کې ډېر ښه اقتصادي وضعيت درلود، ولې ماليه موږ ټيټه راټوله کړې ده چې يو دليل يې فساد دی.))

ضياء زياته کړه چې له دې غونډې يې هدف دا دی چې له يوې خوا د ماليې د ورکړې فرهنګ په ټولنه کې دود کړي او دغه راز د ماليې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی وکړي.

د خوست والي محمد حليم فدايي چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل چې د اقتصادي نظام د تقويې لپاره تر ټولو مهم او اړين اصل د ماليې ورکولو فرهنګ دودول دي.

نوموړي وويل، د دې لپاره چې هېواد مو له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي، نو د ټولنې هر قشر بايد دولت ته ماليه ورکړي.

هغه وايي: ((که تاسې له موږ نه خدمت غواړئ، روغتون، سړک او نور کارونه غواړئ، نو ماليه ورکړئ چې نه يې ورکوئ، تاسې هم کرار کېنئ چې ماليه نه ورکوئ په څه يې درته جوړ کړو.))

په همدې حال کې د دغه ولايت يو شمېر سوداګر او صنعتکاران وايي چې دوی هر وخت دولت ته پر خپل وخت ماليه سپارلې، خو په مقابل کې دولت دوی ته هغه خدمات نه دي وړاندې کړي، څه ډول چې لازم دي.

د نېک ولي خان په نوم د دغه ولايت يوه صنعتکار د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دی په خوست ښار کې د دوشکو او کمپلو جوړولو فابريکه لري، خو د مناسب ځای او برېښنا نه شتون له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

دی وايي: ((ماليه خو دولت ته خامخا ورکوو او وړکړې مو هم ده، خو دولت موږ ته هېڅ هم نه دي کړي، نه مناسب ځای لرو او نه هم برېښنا.))

همدا ډول په دغه ولايت کې د خصوصي ښوونځيو ټولنې مشر بسم الله حقل يادې غونډې ته وويل چې دوی هر کال ۷ يا ۸ ميليونه افغانۍ ماليه د مستوفيت له لارې د دولت بودجې ته سپاري، خو دولت ورسره هېڅ همکاري هم نه ده کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.