کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د افغانستان کرکټ ملي لوبـډلې لوبډلمشر اصغر افغان وايي چې له ايرلينډ سره د سياليو لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى او دا سيالۍ به نړيوال جام ته هم ګټورې ثابتې شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او د ایرلنډ لوبډلمشر پال سټرلینګ پرون د هند په دهرادون ښار کې د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالیو له پیلېدو مخکې په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ سبا د ياد ښار په نړيوال لوبغالي کې پيل شي، دواړه لوبډلې شل اووريزې، يوه ورځنۍ او يوه ټسټ لوبه کوي.
اصغر افغان د خپلې لوبډلې له بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او زياته يې کړه: ((زموږ لوبډله له تېرې يوې میاشتې راهیسې دلته په هندوستان کې پر تمریناتو بوخته ده او له همدې امله موږ راتلونکو لوبو ته بشپړ چمتووالی لرو.))
د هغه په وينا، د ايرلينډ پر وړاندې د سیالیو راتلونکې لړۍ به له دوی سره د کرکټ نړیوال جام لپاره په چمتووالي کې هم مرسته وکړي.
د ايرلينـډ لوبـډلمشر پال سټرلنګ د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((افغانستان یوه پیاوړې لوبډله لري او له تېرو څو کلنو راپه دېخوا یې په شل اوریزو لوبو کې ښې لاسته رواړنې درلودې. دا زموږ لومړی ځل دی چې په دهرادون کې لوبې کوو او هڅه به مو دا وي چې دلته له هوا سره هم ځان بلد کړو، څو په راتلونکو لوبو کې له سیالې لوبډلې سره رقابتي لوبې وکړو.))
افغانستان او ایرلنډ د دهرادون ښار په راجیوګاندي لوبغالي کې د یوه بل پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې، پنځه یو ورځنۍ نړیوالې او یوه ټيسټ لوبه لري چې راتلونکې پنجشنبه (د فبروري ۲۱مه) پیل او د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن