ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د داوطلبو شرکتونو مالي تضمینونو ډول او د نومرو ورکولو ارزونې معیارونه دې واضح شي”

“د داوطلبو شرکتونو مالي تضمینونو ډول او د نومرو ورکولو ارزونې معیارونه دې واضح شي”

author avatar
20 Feb 2019 - 17:34
“د داوطلبو شرکتونو مالي تضمینونو ډول او د نومرو ورکولو ارزونې معیارونه دې واضح شي”
author avatar
20 Feb 2019 - 17:34

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۳): د اقتصاد عالي شورا له هېواده بهر د کرومایت ډبرو د پروسس او لېږد په اړه د سودیفکو (SODEVCO) شرکت د غوښتنې، د ننګرهار تالک پروژې (شېرزادو بلاک) د داوطلبۍ پروسې او د الکوزي شرکتونو مجتمع ته د وصل ټيليکام مخابراتي شرکت د جواز د مالکیت د لېږد په اړه بحث وکړ.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو له هېواده بهر د کرومایت ډبرو د پروسس او لېږد په اړه د سودیفکو SODEVCO شرکت د غوښتنې، د کرومایتو د فعلي قراردادونو د وضعیت او سودیفکو شرکت ته د قرارداد د ورکړې په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.

د غونډې غړو د یاد شرکت پر غوښتنه هر اړخیز  بحثونه وکړل او په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتونکي شول.

دغه راز ولسمشر وویل، د سودیفکو شرکت د اوسنۍ پانګونې مقدار، مدیریتي سیستم او حقوقي او اقتصادي اړخونه باید واضح شي چې د هغې په رڼا کې تصمیم ونیول شي.

وروسته د ننګرهار تالک پروژې (شیرزادو بلاک) د داوطلبۍ پروسې او  د دې پروژې د څلورو مخکښو شرکتونو په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت، غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

د غونډې غړو د بحث پر مهال وویل، د داوطلبو شرکتونو د پانګونې د ضمانتونو اساس واضح نه دی، دغه راز دې د یادو شرکتونو لپاره د نومرو ورکولو طریقه روښانه شي.

اشرف غني ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د داوطلبو شرکتونو د ارزونې او  نومرو ورکولو په برخه کې دې د کانونو او پټرولیم له وزارت سره همکاري وکړي، څو د معلوماتو د کره والي ډاډ حاصل او د هغې په رڼا کې تصمیم ونیول شي.

هغه زیاته کړه، د داوطلبو شرکتونو د مالي تضمینونو ډول او د نومرو ورکولو د ارزونې معیارونه دې هم واضح او تر یوې اوونۍ پورې دې بلې غونډې ته وړاندې شي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر د الکوزي شرکتونو مجتمع ته د وصل ټيليکام مخابراتي شرکت د جواز د مالکیت د لېږد طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

د غونډې غړو له هر اړخیزو بحثونو وروسته وویل، یاده موضوع تخنیکي بحثونو ته اړتیا لري او په همدې اړه جوړه شوې کمېټه کې دې ورباندې بحث وشي او پایلې ته دې ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.