غزني ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د غزني والي له هغې کورنۍ سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وکړه چې څه موده مخکې يې درې زامن د پلاستيکي بوتلونو ټولولو پر مهال مړه شوي وو.
د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس له غزني ولايت څخه داسې يو راپور خپور کړ چې له مخې یې د يوې بېځايه شوې کورنۍ درې ماشومان د يوه پلاستکي بوتل ترلاسه کولو لپاره په اوبو کې ډوب شول او خپل ژوند يې له لاسه ورکړل.
د غزني والي وحيدالله کليمزي نن (د کب لومړۍ نېټه) له يادې کورنۍ سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وکړه.
کليمزي وويل چې دغه کورنۍ له ډېرې دردوونکې پېښې سره مخ شوې ده نو ځکه دوى ورسره مرسته وکړه.
ده زياته کړه: ((نن مې هم ورسره د پيسو او خوراکي شيانو کومک وکړ او له دې وروسته به يې هم ورسره کوو.))
د والي د معلوماتو له مخې، له دغې کورنۍ سره يې د غوړو، وريجو، اوړو، وچ چاى، دال، لوبيا، بورې او ځينو نورو توکو تر څنګ د ٢٠زره افغانيو نغدي مرسته هم کړې ده.
د يادې کورنۍ مشر فضل احمد پژواک ته وويل: ((زه له والي صاحب څخه ډېر خوښ يم چې کومک يې راسره وکړ، د جګړې له وېرې غزني ښار ته راغلم، خو دلته مې توله دنيا ورانه وشوه.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن