ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ګاونډیو هېوادونو بغلان ته راستنې شوې کورنۍ مرستو ته اړې دي

له ګاونډیو هېوادونو بغلان ته راستنې شوې کورنۍ مرستو ته اړې دي

author avatar
20 Feb 2019 - 16:07
له ګاونډیو هېوادونو بغلان ته راستنې شوې کورنۍ مرستو ته اړې دي
author avatar
20 Feb 2019 - 16:07

پلخمري (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د بغلان د کډوالو چارو رييس وايي چې له ګاونډیو هېوادونو له راستنو شوو سلګونو کورنیو سره تر اوسه د نړیوالو موسسو له خوا اړينې مرستې نه دي شوې او دغه کورنۍ په ستونزو کې دي.

د بغلان د کډوالو چارو ريیس شریف الله شفق د کب په لومړۍ نېټه خبريالانو ته وويل چې په دغه ولايت کې د خیریه موسسو او کډوالو چارو ریاست ترمنځ د نه همغږۍ له امله له بېځايه شوو او راستنې شوو کورنيو سره اړينې مرستې نه دي شوې.

شفق وویل: ((د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله راهیسې بغلان ته ۷۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې چې تر اوسه د نړيوالو موسسو له خوا یواځې له ۴۵ کورنیو سره مرستې شوې دي.))

نوموړی پر يادو موسسو نیوکه وکړه چې له دوى سره همغږي نه کوي او پر خپل سر مرستې وېشي.

خو په شمال ختیځ زون کې د کډوالو نړيوالې ادارې (IOM) مسوول هېواد نوري يادې څرګندوې ردوي او وايي چې له ګاونډیو هېوادونو له راستانه شوو کډوالو سره یې د افغانستان په سرحدي دروازو کې یوه اندازه نغدي مرستې کړې دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د نغدي مرستو تر څنګ تېره ورځ په بغلان کې موږ له ٤٥ کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې هم وکړې.))

نوري وايي، ښکاره ده چې هره اداره خپل کاري پلان لري او له هغه سره سم خپلې چارې پر مخ وړي.

ده زياته کړه: ((زموږ له پلان سره سم په هغو سيمو کې وړې پروژې پلي کوو چې ډېر کډوال ورته راستانه شوي دي.))

په ورته وخت کې له پاکستانه د یوې راستنې شوې کورنۍ مشر حاجي عبدالمالک پژواک ته وویل: ((يو کال کېږي بغلان ته راغلى يم، يو ځل يې تورخم کې پيسې راکړې، تر اوسه يې نور هېڅ کومک راسره نه دى کړى.))

د يادونې ده، په بغلان ولايت کې د پرله پسې جګړو له امله زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته هم بې ځايه شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.