ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاياګ: په شمال کې ٢٥٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې فعاليت کوي

ډاياګ: په شمال کې ٢٥٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې فعاليت کوي

author avatar
20 Feb 2019 - 10:49
ډاياګ: په شمال کې ٢٥٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې فعاليت کوي
author avatar
20 Feb 2019 - 10:49

مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): د ډاياک يا بې وسلې کولو پروګرام مسوولين وايي چې په شمال زون کې شاوخوا ۲۵۰۰ ناقانونه وسله وال ګروپونه پر ورانکارو فعاليتونو بوخت دي.

په شمال کې د ډاياک پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان عابد د بلخ په امنيې قوماندانۍ کې د شاوخوا ۲۰ ميله بېلابېل ډول وسلو د تسليمۍ په پروګرام کې وويل چې ناقانونه وسله وال د سولې او ثبات پر وړاندې تر مخالفينو هم خطرناک دي.

نوموړي د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په شمالي ولايتونو کې د نامسووله وسله والو موجوديت پر روانو نا امنيو مستقيم منفي اغېز لري.

هغه زياته کړه چې يادې ناقانونه ډلې د طالبانو او داعش په پرتله د عامه نظم د خرابوالي په برخه کې ډېرې خطرناکې دي.

عابد وويل: ((د داعش او طالبانو ليکې او کرښې معلومې دي چې هره ورځ زموږ سرتېري ورسره په جګړو بوخت دي؛ له بده مرغه ناقانونه وسله وال هغه افراد دي چې زموږ په کليو، ښارونو او کوڅو کې په ازادانه ډول ګرځي راګرځي او خلک ځوروي.))

د ډاياک پروګرام مسوول د خپلو خبرو په دوام کې که څه هم د کوم ځانګړي ګوند نوم وانه خيست؛ خو زياته يې کړه چې په شمالي ولايتونو کې ډېری ناقانونه وسله وال د سياسي ګوندونو او يو شمېر جريانونو له ملاتړ څخه برخمن دي.

د هغه په وينا، په شمال کې ٢٥٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې فعاليت کوي.

عابد د بلخ امنيې قوماندانۍ له خوا ډاياک ته د شاوخوا ۲۰ ميله وسلو د سپارلو په تړاو وويل چې د يادو وسلو سپارل پر امنيتي وضعيت هېڅ ډول تاثير نه کوي.

د نوموړي په خبره، يادې وسلې له جنايي مجرمينو هغه مهال نيول شوي چې په واسطه يې جرم هم ترسره شوی دی.

جنرال عابد په دې وروستيو کې د ناقانونه وسله والو پر ضد د امنيتي ځواکونو اقداماتو ته خوشبين دی؛ خو زياتوي چې ياده چاره بايد نوره هم چټکه شي.

د هغه په وينا، د ډاياک پروګرام په پيل کې په شمال زون کې ۵۰۰ وسله وال ګروپونه تثبيت شوي وو چې دمګړی يې شمېر پنځه برابره زيات شوی دی.

د مزارشريف يوه سياسي او ټولنيز فعال عبدالقادر مصباح پژواک ته وويل چې ناقانونه وسله وال د خلکو لپاره پر يوه لوی سرخوږي بدل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.