ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې یونیم میلیون نیالګي اېښودل کېږي

کندهار کې یونیم میلیون نیالګي اېښودل کېږي

author avatar
20 Feb 2019 - 18:34
کندهار کې یونیم میلیون نیالګي اېښودل کېږي
author avatar
20 Feb 2019 - 18:34

کندهار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): په کندهار کې نن د نیالګیو اېښودو لړۍ پیل شوه او ټاکل شوې چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یونیم میلیون نیالګي کېښودل شي.

د نیالګیو د اېښودو لړۍ نن د کندهار ښار د عینو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون څخه پیل شوه چې په دغو مراسمو کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، ښاروال، د کرنې رییس، د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایتي اداره سږ کال پلان لري په کندهار ښار او ولسوالیو کې یو نیم میلیون نیالګي کښېږدي او دا لړۍ یې نن له کندهار ښاره پیل کړه.

هغه د دې تر څنګ یادونه وکړه چې په ولسوالیو کې به پر ۶ زره جریبه ځمکه کې بېلابېل باغونه هم جوړ کړي چې ډېره برخه به یې د پستې وي.

د ده په خبره، په دې توګه به هم یو سمسور او پاک چاپېریال برابر شي او هم به په راتلونکي کې له باغونو ښه حاصلات تر لاسه شي.

سرپرست والي له خلکو هم وغوښتل چې نیالګي کښېنوي او هم یې په پالنه او روزنه کې برخه واخلي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک ته وویل، دغه نیالګي د کرنې ریاست له خوا چمتو شوي چې مېوه لرونکي او بې مېوې دواړه په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه، دوی به هڅه وکړي د نیالګیو د کښېنولو تر څنګ د هغو ساتنې ته هم پاملرنه وکړی.

د کندهار اوسېدونکي هم وايي، د نیالګيو د کښېنولو تر څنګ دې د هغو پاللو ته ډېره پاملرنه وشي.

د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکی اجمل وايي، هر کال په زرګونو نیالګي کښېنول کېږي، خو ډېر یې د نه پاللو له امله وچېږي.

دی وايي، دا د خلکو او ادارو دنده ده چې اېښودل شوي نیالګي وپالي او د دې لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.