کابل (پژواک، د کب لومړۍ ٩٧): افغانستان د پاکستان د سفير د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې له دغه هېواده وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه پورته کړي.
په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان پرون په يوې خبري غونډه کې ګواښ کړى و چې که د کشمير د بريد په پايله کې د پاکستان او هند شخړه ونښته، نو افغان سولې پروسه ورسره زيانمنيږي.
د ولسمشر اشرف غني وياند هارون چخانسوري نن (د کب لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې د ترهګرۍ ځالې او پټنځايونه چې چېرته دي، دا د افغان سولې او د سيمې ثبات ته زيان رسوي.
هغه زياته کړه، د ابزار په توګه له دغو پټنځايونو او ترهګرو استفادې بايد نور ډډه وشي او پاکستان بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې عملي او صادقانه ګامونه واخلي.
د چخانسوري په وينا، د پاکستان له صادقانه اقداماتو سره به هم سيمه ارامه شي او هم به د پاکستان حکومت او خلک له اقتصادي ګټو برخمن شي.
د ولسمشر وياند وايي، د سيمې له سولې، ثبات او اقتصادي ودې سره به د سيمې د ټولو بې وزلو خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.
هغه وايي چې د بېځايه او بې اساسه څرګندونو پر ځاى بايد پاکستان د ترهګرۍ پر ضد عملي او رښتيني اقدامات ترسره کړي.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم نن د پاکستان سفير د پرونيو څرګندونو په غبرګون کې احضار کړى او يوه شکايت پاڼه يې هم ورکړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن