د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سخت توفان او واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

پېښې

ارشيف

د سخت توفان او واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

Feb 20, 2019 - 10:53

چاریکار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): د سالنګونو د مراقبت او ساتنې اداره وايي چې د سخت توفان او واورې ورېدو له امله تېره شپه (د سلواغې ۳۰ مه) ۱۲:۰۰ بجې د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ادارې په رسمي پاڼه کې له هېوادوالو غوښتنه شوې چې د دې لویې لارې تر خلاصېدو دې په دغه مسیر له تګ راتګه ډډه وکړي.

سرچینې لیکلي، د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې پر اساس، په سالنګونو کې به د واورې ورښت تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي له پیل راهیسې د درنو واورو، سختو توفانونو، واورو ښویېدنې او د سړکونو پاکولو له امله د سالنګ لویه لار د شپږم ځل لپاره د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement