د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني والي له دوو جګړې ځپلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه

د غزني والي له دوو جګړې ځپلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه

Feb 20, 2019 - 15:21

غزني ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د غزني والي له هغې کورنۍ سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وکړه چې څه موده مخکې يې درې زامن د پلاستيکي بوتلونو ټولولو پر مهال مړه شوي وو.

د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس له غزني ولايت څخه داسې يو راپور خپور کړ چې له مخې یې د يوې بېځايه شوې کورنۍ درې ماشومان د يوه پلاستکي بوتل ترلاسه کولو لپاره په اوبو کې ډوب شول او خپل ژوند يې له لاسه ورکړل.

بشپړ راپور يې دلته ولولئ.

د غزني والي وحيدالله کليمزي نن (د کب لومړۍ نېټه) له يادې کورنۍ سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وکړه.

کليمزي وويل چې دغه کورنۍ له ډېرې دردوونکې پېښې سره مخ شوې ده نو ځکه دوى ورسره مرسته وکړه.

ده زياته کړه: ((نن مې هم ورسره د پيسو او خوراکي شيانو کومک وکړ او له دې وروسته به يې هم ورسره کوو.))

د والي د معلوماتو له مخې، له دغې کورنۍ سره يې د غوړو، وريجو، اوړو، وچ چاى، دال، لوبيا، بورې او ځينو نورو توکو تر څنګ د ٢٠زره افغانيو نغدي مرسته هم کړې ده.

د يادې کورنۍ مشر فضل احمد پژواک ته وويل: ((زه له والي صاحب څخه ډېر خوښ يم چې کومک يې راسره وکړ، د جګړې له وېرې غزني ښار ته راغلم، خو دلته مې توله دنيا ورانه وشوه.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زما ارمان په زړه پاتې شو، غوښتل مې چې دغه زامن مې درس و وايي او له مشکلاتو خلاص شو.))

همدارنګه د غزني والي د رمضان په نوم له يوه معلول سرتېري سره هم نغدي او د خوراکي توکو مرستې وکړې.

رمضان د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې درې کاله وړاندې يې د ماين په چاودنه کې خپلې غبرګې پښې له لاسه ورکړې دي.

رمضان پژواک ته وويل: ((څو چې ژوندې يم، له خپل هېواده به دفاع کوم، دوو وروڼو او درېیو ورېرونو مې هم په همدې لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړى او زه هم حاضر يم چې خپل ژوند په همدې لار کې قربان کړم.))

دغه راز والي هم وويل، په پام کې لري چې له ټولو هغو سرتېرو سره مرستې وکړي چې له هېواده يې دفاع په خاطر قربانۍ ورکړې دي.

د يادونې ده، څه موده وړاندې پژواک په غزني کې د سليم په نوم د يو بل سرتېري د ژوند ستونزو په اړه راپور خپور کړى و چې له هغه وروسته د غزني والي، کورنيو چارو وزارت او يو شمېر سوداګرو او بهر مېشتو افغانانو ورسره مرستې وکړې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement