ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوه خصوصي شرکت موټرو پر کاروان برید کې دوه کسان وژل شوي

د یوه خصوصي شرکت موټرو پر کاروان برید کې دوه کسان وژل شوي

author avatar
20 Feb 2019 - 16:00
د یوه خصوصي شرکت موټرو پر کاروان برید کې دوه کسان وژل شوي
author avatar
20 Feb 2019 - 16:00

شبرغان (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): د شبرغان- مزار پر لویه لار د یو خصوصي شرکت  موټرو پر کاروان د طالبانو له خوا برید کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د جوزجان د والي ویاند فریدون ((انیق)) پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه د شبرغان- مزار لویې لارې په اوږدو کې د خانقا ولسوالۍ په خانقا عربیه کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو موټر چلوونکی او یو ملکي کس وژل شوي او په موټر کې سپاره څلور نور کسان چې د خانقا ولسوالۍ اوسېدونکي دي، ژوبل دي.

د انیق په خبره، سیمې ته د امنیتي ځواکونو له رسېدو وړاندې، طالبانو هایلکس موټر له ځان سره بیولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه سيمې ته په رسېدو له طالبانو سره په جګړه بوخت شول چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي دي.

د شبرغان ښار اوسېدونکي وايي، سربېره پر دې چې د شبرغان – مزار لویې لارې په اوږدو کې ځینې امنیتي پوستې شتون لري، خو په دې لاره کې لا هم امنیتي ستونزې پر خپل ځای دي.

د شبرغان ښار اوسېدونکي محمد یونس پژواک ته وویل چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې په دې سیمه کې څو امنیتي پېښې رامنځته شوې دي.

یاد کس زیاته کړه چې تر اوسه له دې سيمې د تېلو څو ټانکرونه تښتول شوي، خو چارواکي يې په تړاو غفلت کوي.

نوموړي یادونه وکړه که وضعیت همدا ډول دوام ومومي، له شک پرته د خلکو د ژوند پر ټول اړخونو به منفي اغېز وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې لس ورځې وړاندې طالبانو د یادې لويې لارې په مسیر کې د تېلو ټانکرونو پر کاروان برید کې د تېلو دوه ټانکرونه له ځان سره بیولي وو چې د تېلو له تخلیې وروسته یې د موټرو چلوونکي او موټر بېرته خوشي کړي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.