د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نیمروز کې د هضمي جهاز سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنه کېږي

روغتیا

آرشيف

نیمروز کې د هضمي جهاز سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنه کېږي

Feb 20, 2019 - 15:56

زرنج (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): د نیمروز د عامې روغتیا ریاست په داسې حال کې په دغه ولایت کې د هضمي جهاز د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې خبر ورکوي چې له دې مخکې خلک د یادې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره بهر هېوادونو ته تلل.

د نیمروز د عامې روغتیا رییس ډاکتر خسرو یوسفزي پژواک ته وویل، په زرنج کې له څه مودې راهیسې د یو افغان متخصص ډاکتر لخوا چې زده کړې یې په هندوستان کې کړې د هاضمې جهاز ناروغیو تشخیص او درملنه کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په نیمروز کې د هضمې جهاز سرطاني ناروغیو د ناروغانو د درملنې له د هرات، کندهار، هلمند او فراه ولایتونو ناروغان د درملنې لپاره کابل یا بهر هېوادونو ته د تلو پر ځای نیمروز ته راځي.

هغه روښانه کړه، له مرکز څخه د نیمروز ولایت د شاوخوا زر کیلومتره واټن له امله په دغه ولایت کې تخصصي روغتیايي خدمتونه کم وړاندې کېږي.

د هضمې جهاز د سرطاني ناروغیو متخصص ډاکتر شکرالله حیدرخېل پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې یې د هضمې جهار د سرطاني ناروغیو د روغتیايي مرکز له جوړېدو وروسته په ۱۷ میاشتو ته کې شاوخوا ۱۸۸۰ ناروغان تشخیص او تر درملنې لاندې نیولي دي.

د هغه په خبره، تر اوسه یې د هضمې جهاز د ۹۰ ناروغانو سرطاني غدې ته جال اېښی چې د یادو غدو د پرمختګ مخنیوی کوي او دا ډول عملیات د هېواد لوېدیځ زون یوازې په نیمروز ولایت کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې د هضمې جهاز سرطاني ناروغیو درملنه له هېواده بهر شاوخوا ۳۰۰زره افغانیو لګښت ته اړتیا لري خو په نیمروز کې یې د ۲۴زره افغانیو په بدل کې درملنه کېږي.

د نیمروز اوسېدونکی نورمحمد چې مور یې د مرۍ پر سرطان اخته وه، لومړۍ به یې د درملنې لپاره هرات او وروسته یې پاکستان ته بیوله او د زیاتو لګښتونو د توان د نه لرلو له امله یې مور بېرته افغانستان ته راوستله، خو په خپل ښار کې یې د یادې ناروغۍ د درملنې له خبرېدو وروسته خپله مور په زرنج ښار کې د دې ناروغۍ د درملنې روغتیايي مرکز ته رسوله.

نوموړي زیاته کړه، وروسته له دې چې مور یې دغه مرکز ته انتقال کړه ډاکتر ډاډ ورکړ چې دغه ناروغي د درملنې وړ ده او هغه یې تر درملنه لاندې ونیوله.

هغه روښانه کړه چې مور یې له درملنې وروسته له روغتونه رخصت او اوس روغه ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement