د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته ورسېد

ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته ورسېد

Feb 20, 2019 - 20:46

کابل (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام په یوه رسمي سفر د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته ورسېد.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، ټاکل شوې د هېواد جمهور رئیس به سبا ته د ترکمنستان د جمهور رئیس قربان‌قلي بردي محمدوف سره پر کتنې سربېره د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د بین المللي اړیکو په انستیتیوت کې به وینا وکړي.

سرچينه زياتوي، دغه راز به د افغانستان او ترکمنستان د اړوندو مقاماتو ترمنځ د یو شمېر همکاریو تفاهمنامې او یادښتونه هم د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو په حضور کې لاسلیک شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement