د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا کې پرمختيايي پلانونه د بودجوي او تخنیکي ستونزو له امله نه پلي کېږي

پکتیا کې پرمختيايي پلانونه د بودجوي او تخنیکي ستونزو له امله نه پلي کېږي

Feb 20, 2019 - 17:21

ګردېز (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د پکتيا د ځينو ادارو مسوولين او مدني فعالان نيوکه کوي چې ځيني پرمختيايي پلانونه د وزارتونو او نورو اړوندو ادارو له خوا د بودجوي او تخنيکي نه پاملرنې له امله، نه ترسره کېږي.

دوی د وزارتونو او ولايتي رياستونو او ادارو ترمنځ پر پياوړې همغږۍ ټينګار کوي او وايي دا چې سيمه ييزو ادارو ته د خپلو سيمو ستونزې او اړتياوې په ښه ډول معلومېږي، نو بايد د چارو په ترسره کېدو کې ورسره لازمه مرسته وشي.

دوی دا خبرې د اقتصاد رياست او UNDP موسـسې له خوا د مدني ټولنو په ګډون د دولتي ادارو مسوولينو ته د ۱۳۹۹ کال ولايتي پرمختيايي پلان جوړونې په مشورتي پروګرام کې وکړې.

د دې غونډې په څنډه کې د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس عبيدالله مرهوني پژواک ته وويل، که اړوند وزارت د کار او اقتصادي چارو د سمبالتيا ظرفيت ولري، نو ولايتي ادارې به يې هم پياوړې وي.

مرهوني وايي: ((د ځينو وزارتونو دويمې ادارې ډېرې ښې دي؛ ځکه چې هغه وزارتونه خپله ښه ظرفيت لري او دوی له خپل ظرفيت څخه په استفادې د خپلو دويمي ادارو ظرفيت پورته کولای شي. په پکتيا کې د پروژو د تطبيق ظرفيت شته؛ خو موږ مرکزي ملاتړ نه لرو، که پکتياوال غواړي چې په پکتيا کې ښې پروژې تطبيق شي، نو وکيلان او هغه کسان دې توجه وکړي چې په مرکزي ادارو کې دندې ترسره کوي.))

دغه راز د پکتيا د اوبو د تنظيم ادارې مشر انجنير ميراحمد شفق وايي، ځيني مهال د مرکزي ادارو له خوا له ولايتي پلانونو سره نه موافقه او د پروژو د منظورۍ اوږده پروسه د چارو د پرمختګ پر وړاندې عمده خنډونه دي.

شفق وويل: ((د وزارتونو له خوا په ولايتي پلانونو کې تغيير راځي، ډېر وخت يوه پروژه ورته د بودجې نه رسېدو له امله پاتې کېږي يا ورته تخنيکي او نوره توجه نه کېږي. همدارنګه د پروژو د منظورۍ او تدارک پروسه ډېره اوږده او يوه لويه ستونزه ده.))

مدني فعال عمر عادل د دولتي ادارو او رياستونو پر کم کاري ظرفيت او تخنيکي او مديريتي کمزوريو نيوکه کوي او د لوړو زده کړو د بنسټونو کم کيفيتي او د واسطو او پيسو پر مټ ګومارنې يې عمده عوامل بولي.

عادل زياتوي چې سيمه ييزو ادارو ته د خپلو سيمو ستونزې او اړتياوې ښې معلومې وي او بايد د هماغو اړتياوو او پلانونو پر اساس ورته اسانتياوې برابرې شي.

عادل وويل: ((د ولايت په کچه به ښه پلانګذاري شوې وي، اما هغې پلانګذارۍ ته د مرکز په سطحه توجه نه ده شوې، يوه ښه پلانګذاري وشي چې مرکز ته لاړه شي، مرکز پر خپل سر پلان جوړ کړي او بيا يې ولايتونو ته ورکوي، موږ وايو د هر کال پلان چې جوړېږي، په هغه کې بايد ډېر دقت او د ولاياتو جغرافيوي موقعيت او موسم ته توجه وشي.))

د پکتيا د اقتصاد رييس فيروز حبيب صافی وايي چې د بودجې، پروژو او پرمختيايي پلانونو جوړولو په برخه کې د دولتي ادارو ظرفيت لوړ شوی، خو په خبره يې په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا شته.

صافی د ځينو ولايتي ادارو د پرمختيايي پروژو نيمګړې پاتې کېدل مني او وايي چې د سيمه ييزو او مرکزي ادارو ترمنځ پيکه اړيکې، د وزارتونو له لومړيتوبونو سره د پلان شوو پروژو نه مطابقت او ځيني مهال يې د بودجې نه شتون لوی عوامل دي چې په خبره يې د حل په موخه يې هڅې پيل شوې دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((ولايتي ادارې رياستونو ته ويلي چې تاسو له خپلو مرکزي ادارو تعهد واخلئ، حتی ليکلی تعهد ترې واخلئ چې تاسو موږ ته څومره بودجه راکوئ او هغو پروژو ته چې په پلان کې موجودې دي، څومره بودجه او تخصيص ورکوئ، بل نقص دا و چې ځيني رياستونو داسې پروژې پيشنهاد کړې وې چې په تاسف سره د خپلې مرکزي ادارې د برنامې او پاليسۍ مطابق نه وې، چې له امله يې زموږ ډېرې پروژې منظورې نه شوې.))

دا په داسې حال کې ده چې ځيني دولتي رياستونه لا هم له خپلو وزارتونو او ادارو د کلنۍ بودجې او مهمو پروژو د وړانديز، منظورۍ او مديريت په برخو کې زياتې ستونزې لري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement