د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډاياګ: په شمال کې ٢٥٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې فعاليت کوي

ډاياګ: په شمال کې ٢٥٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې فعاليت کوي

Feb 20, 2019 - 10:49

مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): د ډاياک يا بې وسلې کولو پروګرام مسوولين وايي چې په شمال زون کې شاوخوا ۲۵۰۰ ناقانونه وسله وال ګروپونه پر ورانکارو فعاليتونو بوخت دي.

په شمال کې د ډاياک پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان عابد د بلخ په امنيې قوماندانۍ کې د شاوخوا ۲۰ ميله بېلابېل ډول وسلو د تسليمۍ په پروګرام کې وويل چې ناقانونه وسله وال د سولې او ثبات پر وړاندې تر مخالفينو هم خطرناک دي.

نوموړي د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په شمالي ولايتونو کې د نامسووله وسله والو موجوديت پر روانو نا امنيو مستقيم منفي اغېز لري.

هغه زياته کړه چې يادې ناقانونه ډلې د طالبانو او داعش په پرتله د عامه نظم د خرابوالي په برخه کې ډېرې خطرناکې دي.

عابد وويل: ((د داعش او طالبانو ليکې او کرښې معلومې دي چې هره ورځ زموږ سرتېري ورسره په جګړو بوخت دي؛ له بده مرغه ناقانونه وسله وال هغه افراد دي چې زموږ په کليو، ښارونو او کوڅو کې په ازادانه ډول ګرځي راګرځي او خلک ځوروي.))

د ډاياک پروګرام مسوول د خپلو خبرو په دوام کې که څه هم د کوم ځانګړي ګوند نوم وانه خيست؛ خو زياته يې کړه چې په شمالي ولايتونو کې ډېری ناقانونه وسله وال د سياسي ګوندونو او يو شمېر جريانونو له ملاتړ څخه برخمن دي.

د هغه په وينا، په شمال کې ٢٥٠٠ ناقانونه وسله والې ډلې فعاليت کوي.

عابد د بلخ امنيې قوماندانۍ له خوا ډاياک ته د شاوخوا ۲۰ ميله وسلو د سپارلو په تړاو وويل چې د يادو وسلو سپارل پر امنيتي وضعيت هېڅ ډول تاثير نه کوي.

د نوموړي په خبره، يادې وسلې له جنايي مجرمينو هغه مهال نيول شوي چې په واسطه يې جرم هم ترسره شوی دی.

جنرال عابد په دې وروستيو کې د ناقانونه وسله والو پر ضد د امنيتي ځواکونو اقداماتو ته خوشبين دی؛ خو زياتوي چې ياده چاره بايد نوره هم چټکه شي.

د هغه په وينا، د ډاياک پروګرام په پيل کې په شمال زون کې ۵۰۰ وسله وال ګروپونه تثبيت شوي وو چې دمګړی يې شمېر پنځه برابره زيات شوی دی.

د مزارشريف يوه سياسي او ټولنيز فعال عبدالقادر مصباح پژواک ته وويل چې ناقانونه وسله وال د خلکو لپاره پر يوه لوی سرخوږي بدل شوي دي.

هغه زياته کړه، یاد وسله وال ډېری وخت له دولتي امکاناتو او اړيکو په استفادې ورانکار فعاليتونه ترسره کوي.

نوموړی وايي چې له سياسي وژنو نيولې تر غلا، جنايي جرمونو او ناموسي قتلونو پورې د همدې ناقانونه وسله والو له خوا ترسره کېږي.

ښاغلی مصباح وړانديز لري چې امنيتي ځواکونه بايد لومړی له هغو چارواکو دولتي موټر او وسلې راټول کړي چې په غير قانوني ډول يې ځان سره ساتلي دي.

د هغه په خبره: ((ډېر چارواکي چې اوس دولتي وظيفې نه لري؛ خو بيا هم په ناقانونه ډول وسلې ځان سره ګرځوي، امنيتي ځواکونه يې بايد په جدي ډول مخه ونيسي.))

هغه دا هم وويل چې شمالي ولايتونو کې د نامسووله وسله والو له بې وسلې کولو پرته امن او ثبات راوستل ناشونی کار دی.

په ورته وخت کې د بلخ امنيه قومانداني وايي چې د ناقانونه وسله والو پر ضد يې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې پوليس شپه او ورځ د خلکو د هوساينې لپاره فعاليتونه ترسره کوي.

د هغه په خبره، د تېرو څو اوونيو په اوږدو کې يې د مزارشريف ښار په کچه د بېلابېلو فعاليتونو پر مهال ۲۰ ميله وسله نيولې وه چې نن يې ډاياک پروګرام ته سپارلې.

هغه زياته کړه چې په يادو وسلو کې ۳ کلاشينکوفونه، ۲ چره يي او پاتې نور کمري وسلې شاملې دي چې مجرمين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

قادري په خپلو خبرو کې وويل چې د مزارشريف ښاري ګارنيزيون او د پوليسو ځانګړې قطعې د ناقانونه وسله والو پر ضد ګټور اقدامات پيل کړي دي.

نوموړي په بلخ کې د نويد ۳۴ عملياتو پای ته رسېدل له لاسته راوړنو ډک وبلل او زياته يې کړه چې د يادو عملياتو په پايله کې يې يو شمېر مهم وسله وال مخالفين وژلي او ګڼې سيمې يې د طالبانو له شتون څخه تصفيه کړې دي.

هغه د مزار- شبرغان لويې لارې ته په اشارې وويل چې د يادې لارې په اوږدو کې يې د نورو امنيتي ادارو په همغږۍ مهمې او مجهزې پوستې جوړې کړي چې ورسره په يادو سيمو کې د وسله والو د فعاليتونو مخه هم نيول شوې ده.

قادري له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ناقانونه وسله والو په مخنيوي کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement