ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار او غزني کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار او غزني کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Feb 2019 - 16:10
کندهار او غزني کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Feb 2019 - 16:10

کندهار- غزني (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): امنيتي مسوولين وايي چې په کندهار او غزني ولايتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د ٢٠٥ اتل قول اردو له لوري د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ٢٠٣ تندر قول اردو د عامه اړيکو دفتر مرستيال جګړن محمد فاروق پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د غزني د اندړو ولسوالۍ په شاخوږو او شهباز سيمو کې عمليات کړي دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه ده وويل چې امريکايي ځواکونو د غزني د ګيرو ولسوالۍ په چمبران سيمه کې هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جګړن محمد فاروق په خبره، د يادو عملياتو پر مهال د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بل لور ته د کندهار د پېښې په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو نن د غزني په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکوانو پر کتارونو بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې شل امنيتي سرتېري وژل شوي او موټر يې له منځه تللي دي.

خو د غزني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.