د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​جوزجان کې یوې کونډې د لاس په خوارۍ پر خپلو اوو زامنو زده کړې کړې دي

​جوزجان کې یوې کونډې د لاس په خوارۍ پر خپلو اوو زامنو زده کړې کړې دي

Feb 20, 2019 - 18:50

شبرغان (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۷): په جوزجان کې یوه کونډه ښځه ځکه بازار ته راوتلې او هره ورځ سلګونه کیلوګرامه لبنیات پلوري چې زامن یې چا ته له احتیاجه خلاص وي.

دغه ۵۵ کلنه ښځه شریفه نومېږي او د اوو لوستو زامنو مور ده.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو یې د خپل واک په توره دوره کې خاوند شکنجه کړ خو دغه شکنجه دومره ژوره وه چې له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.

هغې وویل: ((ډېره هڅه مې وکړه چې په هېواد کې دننه حتی پاکستان کې د خپل خاوند درملنه وکړم، خو هڅې مې بې ګټې وې؛ ځکه ونه توانېدم چې خاوند مې وژغورم.))

هغه چې د مېړه خاطرې او یاد یې اوس هم په فکر کې شته، د خپل ګډ ژوند ارمان کوي، د هغه په نه شتون کې هم له خپلو زامنو سره مناسب ژوند کړی او پرې یې نه ښودل څو د بې پلارتوب او د کاروبار سختی ترې د ژوند نعمتونه واخلي.

شریفې وویل، د خاوند له مړینې وروسته یې له اوو زامنو سره یوازې پاتې شوه، ژوند هم ورسره یاري نه کوله؛ ځکه ټوله هستي یې د خاوند په درملنه مصرف شوې وه.

نوموړې زیاته کړه: ((د ژوند کولو لپاره مو مناسب کور نه درلود او وروسته ما او زما زامنو د شبرغان ښار په یوه لرې کلي کې دوې ـ درې خاورینې کوټې جوړې کړې او د کسب لومړۍ ورځې مو په کې ترتیب کړې، زوی مې په کې سګرټ او ژاولې پلورلې، وروسته مو کار ښه او په لویه غرفه بدل شو، خو یوه شپه دغه غورفه غلو ووهله او مجبور شوو چې کار بېرته له صفره پیل کړو.))

هغې زیاته کړه، دغه ځل مو دوکان داري نه، بلکې تازه کار مو پیل کړ او د شیدو په اخیستو مو دوکانداران ته چکه، پېروی، پنير او ترشي جوړوله.

نوموړي زیاته کړه، اوس مو کاروبار پرمختګ کړی او هره ورځ تر سل کیلوګرامه لنبیات بازار ته عرضه کوي.

هغې وویل: ((د لبنیاتو په پیسو مې اوو زامنو زده کړې کړې، دوو زامنو ته مې واده کړی، اوس غواړم درېیم زوی ته مې هم کوژده وکړم، اولادونه مې ټول لېسانس او څوارلسم پاس دي خپله د دوی تر څنګ درېدلې یم او ژوند مخکې وړو او له خپلو عایداتو خوشاله یو.))

یادې مېرمنې زیاته کړه، څه موده مخکې یې کوچني زوی ته دوکان جوړ کړی څو بوخت پاتې شي.

د شبرغان ښار په پیر مزید کلي کې د ذبیح الله په نوم یوه دوکاندار چې د دې ښځې له لبنیاتو استفاده کوي وویل: ((زه هره ورځ له دې ښځې څخه له اویا تر اتیا کیلوکرامه لبنیات اخلم، هغه راته پېروی، چکه، ماستې او شیدې راوړي.))

نوموړي په ډاګه کړه، هغه لبنیات چې دغه ښځه یې برابروي ښه کیفیت لري او په پلورلو یې ښې پیسې ترلاسه کېږي.

هغه زیاته کړه: ((زه پوهېږم چې له دې ښځې څخه د لبنیاتو پلور هم ما او هم دې ښځې ته ګټه لري، زه مې د پېرېدونکو اړتیاوې پوره کوم او هغه خپل ژوند د لبنیاتو په پلورلو مخکې وړي.))

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په ریاست کې د کورنیو د همغږۍ چارو مسوولې حلیمې وویل: ((موږ په جوزجان ولایت کې د لږ تر لږه  دوه سوه بېوزله کورنیو ښځې د مالدارۍ او لبنیاتو جوړولو د زده کړو په پروګرامونو کې تر پوښښ لاندې راوستلې دي.))

هغې زیاته کړه: ((یوه له دې ښځو شریفه ده چې نن ورځ د لبنیاتو په برابرولو کولای شي خپل ژوند تامین کړي.))

نوموړې روښانه کړه، د دغه پروګرامه له جوړېدو یې موخه د ښځو تقویه کول دي څو وکولای شي پر خپلو پښو و درېږي او خپل ژوند له اقتصادي اړخه خوندي کړي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement