د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د کندوز يوه ځوان د خپل وژل شوي پلار د مړي نه انتقال په غبرګون کې ځان وژلی

​د کندوز يوه ځوان د خپل وژل شوي پلار د مړي نه انتقال په غبرګون کې ځان وژلی

Feb 20, 2019 - 16:20

کندوز ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٧): د کندوز په امنيې قوماندانۍ کې دننه يوه کس د خپل پلار د جسد نه انتقالېدو غبرګون کې ځان وژنه کړې ده.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې يو کس امنيې قوماندانۍ ته ورغلى او د خپل پلار د جسد ژر انتقال غوښتنه يې کوله.

هغه وايي: ((د دغه کس پلار د فارياب په ملى اردوکې دنده درلوده چې هلته وژل شوى او ده يې د جسد د ژر انتقال غوښتنه کوله خو بيا يې وروسته حوصله تنګه شوې او په امنيې قوماندانۍ کې دننه يې له پوليس څخه ټوپک اخيستى او ځان يې پرې ويشتلى دى چې وژل شوى دى.))

رحماني زياته کړه چې د دې پېښې په تور يو پوليس هم نيول شوى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو د ضعف او عدم مديريت له امله د دغه کس د پلار جسد له فارياب څخه نه دى انتقال شوى.

ده وويل: ((دا ډېره بده پېښه شوې ده، څنګه يو کس په امنيې قوماندانۍ کې دننه له پوليس څخه ټوپک اخلي او ځان وژنه کوي، که همدا ترهګر واى، نو ډېر پوليس به يې وژلي وو.))

نوموړي ټينګار وکړ چې دغه قضيه بايد جدي وڅېړل شي، څو هر څه خلکو ته روښانه شي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې د امنيتي سرتېرو د ټپيانو او جسدونو په انتقال کې څو ورځې تېرېږي چې ډېری ټپيان بيا د همدې ځنډ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement