ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین حیرتان بندري ښارګوټي کې د ترکمن قوم د ملکیت غصبولو هڅه کوي

امنیتي مسوولین حیرتان بندري ښارګوټي کې د ترکمن قوم د ملکیت غصبولو هڅه کوي

author avatar
21 Feb 2019 - 10:43
امنیتي مسوولین حیرتان بندري ښارګوټي کې د ترکمن قوم د ملکیت غصبولو هڅه کوي
author avatar
21 Feb 2019 - 10:43

مزارشريف (پژواک، ٢ کب ۹۷): د بلخ د حيرتان بندر ښارګوټي کې د ترکمن قوم يو شمېر مشران ادعا کوي چې د دغه ښارګوټي امنيتي مسوولين هڅه کوي د دوی ملکيتونه غصب کړي.

دوی په همدې موخه د کب په لومړۍ نېټه اعتراض هم کړی و او د څو ساعتونو لپاره يې د حيرتان- مزارشريف ښار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

معترضين ادعا کوي چې د حيرتان بندر امنيه قوماندان او د دغه ښارګوټي رييس هڅه کوي چې د دوی شخصي ملکيت ترې واخلي.

د حيرتان ښارګوټي امنيه قوماندان بيا د معترضينو ادعاوې ردوي او وايي چې ياده ځمکه دولتي ده او دوی د بلخ د امنيې قوماندانۍ په حکم غواړي چې ياده ځمکه د زورواکو له غصبه وژغوري.

د ياد اعتراضي حرکت يوه سمبالوونکي حاجي عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک نور له روان ظلمه ډېر په تنګ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده سيمه کې يوه قطعه ځمکه له پخوا موجوده وه چې په ترکمن قوم پورې يې تړاو درلود، خو په وينا يې چې اوس د حيرتان ښارګوټي امنيه قوماندان محمد شفيع او د دغه ښارګوټي رييس قاري بايي جان يې د غصبولو هڅه کوي.

د هغه په خبره، که غږ يې وانه ورېدل شي، دوی به خپل لاريونونه نور هم پراخ کړي.

د عزيزالله په نوم يوه بل اعتراض کوونکي پژواک ته وويل چې حکومت بايد د دوی غږ واوري او رامنځته شوې ستونزه دې د قانون په رڼا کې حل شي.

هغه وايي چې دوی ځکه ځورول کېږي چې په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې استازي نه لري.

په ورته وخت کې بيا د حيرتان بندري ښارګوټي امنيه قوماندان محمد شفيع پژواک ته خبرو کې د معترضينو ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې.

هغه وويل چې په حيرتان بندري ښارګوټي کې يوه قطعه دولتي ځمکه موجوده ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې يو شمېر سيمه ييزو زورواکو خېټه پرې اچولې ده.

د هغه په وينا، د حيرتان بندر امنيې قوماندانۍ د بلخ د امنيې قوماندانۍ په لارښوونه هڅه پيل کړې چې ياده دولتي ځمکه له غصبه را وګرځوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.