ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګرو د ځینو ستونزو غبرګون کې د توکو لېږد پر مخ د تورخم دروازه تړلې

سوداګرو د ځینو ستونزو غبرګون کې د توکو لېږد پر مخ د تورخم دروازه تړلې

author avatar
21 Feb 2019 - 16:21
سوداګرو د ځینو ستونزو غبرګون کې د توکو لېږد پر مخ د تورخم دروازه تړلې
author avatar
21 Feb 2019 - 16:21

جلال اباد (پژواک، ۲ کب ۹۷): په تورخم ښار ګوټي کې يو شمېر افغان سوداګرو د خپلو ستونزو د حل په موخه د ترانزيټي توکو د لېږد پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده.

دوی وايي، ماليې وزارت په هرات کې سلګونو کانټينرونو کې د دوی بار د موټرو پرزې نه پرېږدي چې له امله یې ورته ګڼ مالي زيانونه اوښتي دي.

معترضو سوداګرو د کب په ۲مه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې خېمه هم درولې ده.

د دوی د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ۱۷۰۰ پرزه کېدونکي موټر په هرات ګمرک کې ودرول شوي او دې چارې په تورخم کې د سوداګرو کاروبار ته زیان اړولی دی.

د سوداګرو له ډلې خليل الرحمن شينواري وويل، په ۱۷۰۰ کانټينرونو کې ۷۰۰ هغه يې يوازې د تورخم د سوداګرو دي چې د دغه ځای د خلکو کاروبار يې په ټپه درولی دی.

دی وايي، څو ځلې يې غږ پورته کړى؛ خو چارواکي يې پر وړاندې بې تفاوته پاتې دي.

يو بل معترض سوداګر زېړي ګل وويل، که ستونزو ته يې حل لارې پيدا نه شي، د لارې تړلو موده به اوږده کړي او خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

هم مهاله په تورخم کې د پرزه جاتو دوکانداران او کاروباریان نیوکه کوي چې په هرات کې د درول شوو کانټینرونو له کبله يې کارونه په ټپه ولاړ دي او هره ورځ په لکونو افغانيو زيان ويني.

د دوی له ډلې رحمان الله وويل، پخوا به يې کارونه ډېر ښه وو، خو له کله راهيسې چې پرزې بندې شوې، خلک تورخم ته کم تګ راتګ کوي، نو د ټولو دوکاندارانو کارونه ورسره ټکني شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د ننګرهار د والي وياند عطا‌‌‌‌‌‌ءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې ستونزه د ولايت له لارې له اړوند وزارت سره د حل په موخه شريکېږي او وروسته به يې پايلې له معترضينو سره شريکې کړي.

تورخم د ډیورنډ کرښې ته نږدې د هېواد یو له لویو سوداګریزو ښارګوټو ګڼل کېږي چې له پاکستان هېواد سره هم د همدې ښارګوټي له لارې سوداګري کېږي؛ خو په دې وروستیو کې پر دې لار سوداګري هم د نورو کلونو په پرتله یو څه کم رنګه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.