شبرغان(پژواک،٢ کب ٩٧): شبرغان ښار کې د لاسي توکو یو شمېر پلورونکو د ښار دننه دوی ته د فعالیت د اجازې نه ورکولو په اعتراض کې د ولایت مقام ودانۍ مخې ته ځانونه په نمایشي بنه پر دار وځړول.
دوی دغه کار د لاسي توکو پلورنکو له شتونه د ښار د داخلي واټونو د پاکولو په اړه د ولایت مقام د امر په غبرګون کې ترسره کړ.
د لاسي توکو پلورونکو له ډلې فقیر محمد چې په دغه نمایشي حرکت کې یې ګډون درلود پژواک ته وویل: ((له تېرو څلورو میاشتو راهیسې موږ بې برخلیکه ګرځو او هېڅوک نشته چې زموږ د حق غوښتنه وکړي.))
دغه کس په احساساتي حالت کې وویل: ((ښار په خلکو ښه ښکاري، دلته مسوولان پر څوکیو ناست دي او بېوزله خلک پایمال دي.))
دی وايي، ددغه ولایت لسګونه ځوانان د کار د نه شتون له امله ایران او پاکستان ته ځي، که ځوانان هره ورځ له وطنه و تښتي سبا امنیتي ځواکونه له کوم ځایه سرتېري جذب کړي.
هغه زياته کړه، که سیمه ییز مسوولین د ولایت په واټونو کې د لاسي توکو پلورونکو د فعالیت په تړاو تصمیم ونه نیسي دوی اړ دي چې په رښتیا ځان په دار و ځړوي.
د صالح محمد په نوم یو بل اعتراض کوونکي پژواک ته وویل، د سیمه ییزو مسوولانو دغه پرېکړه د ننګ یو داغ دی چې بېوزله کسان خپلې غریبۍ ته نه پرېږدي.
دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د ښار دننه د مارکېټونو ځينې مالکان له سیمه ییزو چارواکو سره یو ځای غواړي چې د ښار په کچه د لاسي توکو پلورونکو فعالیت له منځه یوسي او کولای شي ډېره ګټه وکړي.
خو د جوزجان د والي ویاند فریدون «انیق» وايي، د شبرغان ښار ټول جوړ شوي مارکېټونه د ښاروالۍ ملکیت دی.
هغه زیاته کړه، د یادو مارکېټونو د جوړېدو موخه د ښار په داخل کې د لاسي توکو پلورونکو له ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی او د ترافیکو پر مخ د لارو پرانیستل دي.
په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند وویل، د ولایت د واټونو د پاکېدو امر له لاسي پلورونکو او نورو طبقو سره د ولایت او ښاروالۍ په تفاهم عملي شوی او دوی یې د واټونو تر ټولولو وروسته هغو ځایونو ته انتقال کړي چې له مخکې ټاکل شوي و.
د انیق په قول، د واټونو په داخل کې د لاسي توکو پلورونکو د موجودیت پر واټونو د نقلیه وسایلو او خلکو د ګډوډۍ لامل شوی و چې اوس یاده ستونزه حل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن