جلال اباد (پژواک، ۲ کب ۹۷): د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري په تېرو ۱۲ ورځو کې د ۳۰۱ کيلوګرامه نشه يي توکو او ۱۰۵ ميله وسلو د قاچاق په تړاو ۲۲ کسان نيول شوي دي.
د دغه ولایت امنيتي مسوولينو د کب په ۲مه د يو رسنيز کنفرانس پر مهال ياد توکي او نیول شوي کسان رسنيو ته وښودل.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې تړاو خبريالانو ته وويل چې یاد توکي او کسان د دغه ولايت د ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او سرښندنو په پايله کې نيول شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۲ ورځو کې د تلاشيو پر مهال په لسو موټرو کې بار ۳۰۱ کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي نيول شوي او په تړاو يې امنيتي منسوبينو ۱۷ کسان هم نيولي دي.
هغه يادونه وکړه چې په همدې موده کې امنيتي سرتېري توانېدلي د ۱۰۵ ميله وسلو د قاچاق مخه هم ونيسي چې په تړاو يې ۵ کسان نيول شوي دي.
دی وايي، نيول شوي ټول کسان اوس په امنيې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي او ډېر ژر به يې دوسيې څارنوالۍ ته ولېږل شي.
والي خلکو ته ډاډ ورکړ چې راتلونکي ته په دې برخه کې ګډو افغان ځواکونو ځانګړي پلانونه جوړ کړي او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي؛ خو د دغو پلانونو په تړاو يې ډېر جزئيات ورنه کړل.
د ننګرهار والي په ياد کنفرانس کې په جلال اباد ښار کې د نشه يي توکو د پلور د مخنيوي په اړه هم خبرې وکړې او يادونه يې وکړه چې په تېرو څو ورځو کې د نشه يي توکو ۱۱۸ پرچون پلورونکي امنيتي ځواکونو نيولي دي.
د ننګرهار والي له خلکو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې په خبره يې د هغوی له همکارۍ پرته پوليس د جنايي او امنيتي پېښو پر بشپړ مخنيوي نه شي توانېدلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن