ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې ۱۲ کسان پر یوې نا تشخیص شوې ناروغۍ اخته شوي

author avatar
21 Feb 2019 - 16:16
author avatar
21 Feb 2019 - 16:16

پاراخ (پژواک، ٢ کب ٩٧): د پنجشېر د دویمې حصې ولسوالۍ په مسګران کلي کې ۱۲ کسان پر داسې ناروغۍ اخته شوي چې تر اوسه تشخیص شوې نه ده خو «کانګو» ته ورته نښانې لري او له یاد شمېر ناروغانو یوه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکتر شېردل دانش پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې ناروغۍ لومړۍ پېښه تېره یکشنبه په مسګرانو کې او نورې له هغې وروسته پېښې شوې دي.

د هغه په خبره، د دې ناروغۍ تشخیص تر اوسه نه دی شوی او د کابل انتاني روغتون ته انتقال شوي چې یوه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، یو کس اوس هم په روغتون کې بستر دی او پاتې نور له روغتونه رخصت شوي دي.

هغه وویل، دغه ناروغي کانګو ته ورته ده خو احتمال شته چې یاده ناروغي له مسمومیته رامنځته شوې وي.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس، مړ شوی کس عبدي خان نومېږي او په کورنۍ کې یې درې ښځې او درې ماشومان هم پر دې ناروغۍ اخته شوي وو. ده وویل، د یادې کورنۍ پنځه ګاونډیان هم پر دې ناروغۍ اخته دی.

نوموړي روښانه کړه، د عامې روغتیا د وزیر په لارښوونه د روغتیايي متخصصینو ۱۳ تفري ټېم په دې اړه څېړنې پیل کړې څو یاده ناروغي تشخیص کړي خو تر اوسه پایلې ته نه دي رسېدلي.

د کابل د انتاني روغتون یوه ډاکتر هم پژواک ته وویل، تر اوسه د یادو ناروغانو دقیق تشخیص نه دی شوی خو د یادو ناروغانو لپاره د کانګو درملنې هم نتیجه ورکړې او له یوې ښځې پرته چې تر اوسه هم بستر ده، نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د کانګو تبه یا «له وینه بهېدو سره مل تبه» د انسان او حیوان (غوا، وزه، پسونه او فیل مرغ) تر منځ ګډه ویروسي ناروغي ده چې د وینې له لارې د حشرې یا له ناروغ سره د هر ډول اړیکې له لارې د انتقال وړ ده.

د سر شدید درد، تبه، لړزه، د عضلاتو په ځانګړې توګه پښو او شا درد، د سترګو درد، له رڼا ډارېدل، د سره رنګ یا تورم استفراق او تر پوستکي لاندې د وینې بهېدل د یادې ناروغۍ نښې دي.

په همدې حال کې پر یاده ناروغۍ د اخته ناروغانو خپلوان ډاکتر مهتاب الدین وايي چې دغه ناروغي لومړۍ په یوه سپي کې پیدا او وروسته غوا پرې اخته شوې وه.

دی وايي، د عبدي خان کورنۍ وروسته له هغه پر یاده ناروغۍ اخته شوي چې د ناروغې غوا غوښه یې خوړلې ده.

هغه وویل، عامې روغتیا د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره نمونه اخیستې خو د سیمې خلک یې ترې اندېښنه لري او حتی زیاترو یې د ناروغۍ له ډاره د عبدي خان په جنازه کې ګډون نه وو کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.