د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«د هریرود حوزې پنځوس سلنه اوبه کمې شوې دي»

«د هریرود حوزې پنځوس سلنه اوبه کمې شوې دي»

Feb 21, 2019 - 20:35

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٧): د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعو څېړنیز انستیتیوت ښيي چې د هریرود حوزې اوبه پنځوس سلنه کمې شوې او د ایران له خوا د اوبو بې پلانه لګښت د یادې حوزې تر ځمکې لاندې اوبو ته زیان رسوي.

یاده څېړنه چې معلومات یې د «هریرود ــ او د ابریز حوزې ته کتنه» په نوم په یوه کتاب کې ځای پر ځای شوې، د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت غړي سید علي حسیني ترسره کړې ده.

هریرود آبي حوزه ده چې د درېیو هېوادونو (افغانستان، ایران او ترکمنستان) تر منځ شریک ده. دغه  سیند د افغانستان له مرکزي لوړو سیمو سرچینه اخیستې او له فيروزکوه او هرات ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته ترکمنستان ته ځي او د قره قوم په دښتو کې ورکېږي.

حسیني نن په کابل کې د دغه تحقیق د پایلو د اعلان په مراسمو کې وویل، د دغې څېړنې په برابرولو کې چې تخنیکي او حقوقي برخې لري، له یو شمېر ترسره شوو مطالعو، موجوده کتابونو، اسنادو، وېبپاڼو او ټلویزویي انځورونو څخه استفاده شوې ده.

هغه وویل: ((کله چې موږ ټلویزیوني انځورونه کتل، دې ته متوجه کېدو چې زموږ ګاونډي هېوادونه ایران او ترکمنستان چې په دې حوزه کې شریک دي، ډېره پراخه کرنه لري او په دغه سیمه کې له اوبو څخه زیاته استفاده کېږي.))

نوموړي زیاته کړه: ((ورپسې مسئله د اوبو کنټرولول دي، ټلویزیوني انځورونه ښيي چې په ایران کې د قره قره په حوزه کې شاوخوا ۲۸ بندونه ګټه اخیستو ته د وړاندې کېدو په تیار دي، یو بند د جوړېدو په حال کې دی او ۱۱ بندونه تر مطالعې لاندې دي، برعکس موږ په افغانستان کې یو بند جوړ کړی، یو بند د جوړېدو په حال کې دی او دوه بندونه تر مطالعې لاندې دي او دا شمېر د ایران په پرتله ډېر توپیر لري.))

هغه دې ته په اشاره چې د یادې حوزې پنځوس سلنه اوبه کمې شوې دي، وویل: ((په ایران کې د ژورو څاګانو د ایستلو له لارې د زیاتو اوبو د مصرف له امله زموږ تر ځمکه لاندې اوبو ته ډېر زیان رسوي.))

نوموړي وویل، حکومت باید له ایران سره د خبرو پر مهال دې موضوع ته پام وکړي.

حقوقي برخه

حسیني وايي، د قواعدو او کنوانسینونو په اساس روښانه شوې چې هېوادونه باید له مرزي او فرا مرزي اوبو څه ډول استفاده وکړي، خو د هر هېواد لپاره یې تطبیق اړین نه دی او هېوادونه کولای شي په خپلو سیاستونو د یاد کنوانسیون له یوه سره یو ځای شي.

نوموړي زیاته کړه: ((په یادو نړیوالو قواعدو کې یو مهم انتخاب له اوبو څخه تاریخي استفاده ده، یعنې هغه کسان چې له اوبو څخه د استفادې تاریخي مخینه ولري، د لومړيتوب حق لري چې له هغه څخه استفاده وکړي او د هریرود له حوزې څخه کره معلومات په ډاګه کوي چې د یادې حوزې تر ټولو مهمه مصرفوونکې د هرات دښتې دي او له پخوا تر اوسه یواځې د هریرود سېلابونه ایران او ترکمنستان ته تلل او هلته ترې استفاده کېدله.))

ده وويل، د اوبو د حقوقي مسایلو په اړه بله مسئله له ملي امنیت سره د اوبو اړیکه ده او په نړۍ کې نن د اوبو موضوع له ملي امنیت سره مستقیمه اړیکه لري.

هغه زیاته کړه: ((که سیمه کې اوبه کمې شي، نو خلک به له ستونزو سره مخامخ شي، څه ناڅه د خلکو ژوند ورسره نا ارامه کېږي او هېوادونو کې د ناامنیو لپاره لار هواري او ځینې هېوادونه د اوبو تامین تر ټولو مهمه موضوع ګڼي.))

نوموړي وویل، په نړیواله کچه  د اوبو اړوند شخړو د حل تر ټولو غوره لار خبرې اترې دي، خو هر هېواد چې په دې برخه کې د مذاکراتو ترسره کول غواړي، باید متخصص او سیاستپوه ټیم ولري، کره شمېرې ولري، خبرې او اترې یواځې د اوبو ستونزې اړوند وي.

هغه زیاته کړه: ((له انصاف او عقلانیت څخه لرې ده چې د هرات اوسېدونکي دې کافي اوبو او خوړو ته لاسرسی و نه لري، خو ګاونډی هېواد له دې اوبو څخه د مالوچو او ترکاري په ګډون نورو کښتونو کې ګټه واخلي او ان بهر ته یې صادر کړي.))

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار سلطان محمود محمودي چې په نننۍ غونډه کې یې ګډون درلود، دا څېړنه یې وستایله او ويې ویل چې وزارت به د دې څېړنې له موندنو ګټه واخلي.

د هغه په خبره، په دې حوزه کې د ایران له لوري په پراخه کچه تر ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده د دې لامل شوې چې تر ځمکې لاندې اوبه له ۱.۶ میلیارډه مترمکعب څخه ۱۳۷۳ میلیون مترمکعبو ته را ټیټي شي.

محمودې په هېواد کې تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د وګړو چټک زیاتوالی، اقلیمي بدلون او د سیلابونو راوتل تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت سبب شوي دي.

هغه وویل چې په تېرو کلونو کې د تخصصي وړتیاوو، څېړنیزو پروګرامونو او کره شمېرو نه شتون له امله، افغانستان نه دی توانېدلی څو هېواد کې د اوبو کابو کولو لپاره سم پروګرامونه ولري.

د نوموړي له معلوماتو سره سم، په افغانستان کې د اوبو اټکولو ۱۴۴ دستګاوي موجودې وې، خو په جګړو کې ویجاړې شوې، خو په تېرو درې کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اوبو اټکولو ۱۲۷ دستګاوې لګول شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement