ترینکوټ (پژواک،۲ کب ۹۷): په اروزګان کې له ۶۰۰ سوه کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرستې وشوې.
د اروزګان د والي مرستیال عطاءالله فضلي وایي، هر کروندګر ته ۵۰ کیلو اصلاح شوى تخم او سل کیلو توره او سپینه کیمیاوي سره ورکول کېږي.
ده زياته کړه، دا چې اروزګان یو کرنیز ولایت دى او تر ۹۵ سلنه زیات خلک یې په کرکیله بوخت دي، نو اړینه ده چې په عصري بڼه کرنې ته وده ورکول شي.
د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس احمدشاه خیري پژواک ته وویل، دغه کروندګر د سروې له مخې ټاکل شوي، چې نن ورته اصلاح شوي غنم او کیمیاوي سره ورکول کېږي.
د ده په وينا، پلان لري چې په نږدې راتلونکو اوونیو کې تر ۱۸۰۰ نورو کروندګرو ته توکي ووېشل شي.
کروندګر هم خوښ دي چې اصلاح شوي تخم او سره ورکول کېږي، خو غوښتنه کوي چې دغه لړۍ دې وغځول شي او نور لاسنيوي ته هم اړتیا لري.
د دوى له ډلې سردار ولي، پژواک ته وويل، دوی په کرکیله پوهېږي، خو یواځینۍ اړتیا یې اصلاح شوي تخم او نور وسایل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن