د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امنیتي مسوولین حیرتان بندري ښارګوټي کې د ترکمن قوم د ملکیت غصبولو هڅه کوي

امنیتي مسوولین حیرتان بندري ښارګوټي کې د ترکمن قوم د ملکیت غصبولو هڅه کوي

Feb 21, 2019 - 10:43

مزارشريف (پژواک، ٢ کب ۹۷): د بلخ د حيرتان بندر ښارګوټي کې د ترکمن قوم يو شمېر مشران ادعا کوي چې د دغه ښارګوټي امنيتي مسوولين هڅه کوي د دوی ملکيتونه غصب کړي.

دوی په همدې موخه د کب په لومړۍ نېټه اعتراض هم کړی و او د څو ساعتونو لپاره يې د حيرتان- مزارشريف ښار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

معترضين ادعا کوي چې د حيرتان بندر امنيه قوماندان او د دغه ښارګوټي رييس هڅه کوي چې د دوی شخصي ملکيت ترې واخلي.

د حيرتان ښارګوټي امنيه قوماندان بيا د معترضينو ادعاوې ردوي او وايي چې ياده ځمکه دولتي ده او دوی د بلخ د امنيې قوماندانۍ په حکم غواړي چې ياده ځمکه د زورواکو له غصبه وژغوري.

د ياد اعتراضي حرکت يوه سمبالوونکي حاجي عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک نور له روان ظلمه ډېر په تنګ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده سيمه کې يوه قطعه ځمکه له پخوا موجوده وه چې په ترکمن قوم پورې يې تړاو درلود، خو په وينا يې چې اوس د حيرتان ښارګوټي امنيه قوماندان محمد شفيع او د دغه ښارګوټي رييس قاري بايي جان يې د غصبولو هڅه کوي.

د هغه په خبره، که غږ يې وانه ورېدل شي، دوی به خپل لاريونونه نور هم پراخ کړي.

د عزيزالله په نوم يوه بل اعتراض کوونکي پژواک ته وويل چې حکومت بايد د دوی غږ واوري او رامنځته شوې ستونزه دې د قانون په رڼا کې حل شي.

هغه وايي چې دوی ځکه ځورول کېږي چې په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې استازي نه لري.

په ورته وخت کې بيا د حيرتان بندري ښارګوټي امنيه قوماندان محمد شفيع پژواک ته خبرو کې د معترضينو ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې.

هغه وويل چې په حيرتان بندري ښارګوټي کې يوه قطعه دولتي ځمکه موجوده ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې يو شمېر سيمه ييزو زورواکو خېټه پرې اچولې ده.

د هغه په وينا، د حيرتان بندر امنيې قوماندانۍ د بلخ د امنيې قوماندانۍ په لارښوونه هڅه پيل کړې چې ياده دولتي ځمکه له غصبه را وګرځوي.

نوموړی زياتوي چې د يادو معترضينو تر شا طالبان هم لاس لري او غواړي چې په دې ډول سيمه ييز چارواکي بدنام کړي.

د حيرتان امنيه قوماندان همدا راز وويل چې معترضين که رښتيا هم د يادو ځمکو مالکان وي، نو خپل قانوني اسناد دې اړوندو حکومتي ادارو ته وړاندې کړي.

هغه وويل چې طالبانو څو ځله هڅه کړې، څو د قومي تشنج په رامنځته کولو سره وضعيت کړکېچن کړي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

حيرتان د هېواد په شمال کې له مهمو سوداګريزو بندرونو څخه دی چې افغانستان د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره نښلوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement