د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت معاهده لاسلیک شوه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت معاهده لاسلیک شوه

Feb 21, 2019 - 18:20

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٧): د افغانستان او ترکمنستان جمهور رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت معاهده لاسلیک کړه.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د ترکمنستان جمهور رئیس قربان‌قلي بردي محمدوف، نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه غږول کېدل، د ترکمنستان جمهوري ریاست په ماڼۍ کې رسمي هرکلی ووایه.

وروسته د دواړو هېوادونو جمهور رئیسانو د سیمه ییز اتصال، اقتصادي، سوداګرۍ او ترانزیټ، د سیمه ییزو پروژو د تطبیق او تروریزم ضد مبارزې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

بیا د دواړو هېوادونو پلاویو د جمهور رئیس غني او جمهور رئیس محمدوف په حضور کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکاریو اووه موافقتنامې او د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل.

سرچينه کاږي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي ارشیف او ژبو ملي انسټیټیوټ، ادبیاتو او د ترکمنستان د علومو اکاډمۍ د قلي مختوم په نوم د خطي نسخې د محققانو او پوهانو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا د یادښت تفاهم او دغه راز د اطلاعاتو او موادو د شریکولو تفاهم لیک د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ او د ترکمنستان د علومو اکاډمۍ د خطي نسخې د انسټیټوټ رئیس صفر دوردي توی لي یوف  لاسلیک  کړ.

وروسته د افغانستان د وسپنې پټلې ادارې او د ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزارت د "ترکمن دیمیریولاری" ادارې د اقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو او د سرحداباد- تورغنډۍ په سیمه کې د افغانستان او ترکمنستان سرحدونو کې د وسپنې پټلې له لارې د انتقالاتو د سازماندهۍ طرزالعمل د افغانستان د وسپنۍ پټلې ادارې رئیس محمد یما شمس او د ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزارت د"ترکمن دیمیریولاری" ادارې رئیس آزاد اتامرادوف لاسلیک کړ.

دغه راز د افغانستان او د ترکمنستان حکومتونو د دواړو لورو ترمنځ د هوايي خدمتونو او تر هغې پورته د طرفینو د قلمرو اړوند د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو پروازونو په ګډون او د هوایي چلند د نورو دوه اړخیزو اسانتیاوو د تامین په موخه موافقتنامه د افغانستان د جمهوري ریاست ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي او د ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزارت ترکمن هوا یولاري ادارې رئیس دوران صبوروف ترمنځ لاسلیک شوه.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دولتي سرحدکې د وسپنې پټلۍ د بین المللي عبور د ځای په اړه د افغانستان او ترکمنستان د حکومتونو ترمنځ موافقتنامه د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې رئیس محمد یما شمس او د ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزیر طاهر بردي درخانوف لاسلیک کړه.

وروسته د افغانستان او ترکمنستان حکومتونو ترمنځ  د ګمرکي متقابلو همکاریو موافقتنامه د دواړو لوریو ترمنځ د توکو د لېږد د بهیر د ښه والي، د ګمرکي قوانینو له سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو، د ګمرکي تخطیو د مخنیوي، تحقیق او د هغې پر وړاندې مبارزه او ټول اړوند مسایل د جمهوري ریاست ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي او د ترکمنستان د دولتي ګمرکونو د ادارې رئیس عطا دوردی عثمانوف لاسلیک کړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ترکمنستان د حکومتونو ترمنځ هرات ولایت ته د انرژۍ د صادراتو د حجم د زیاتوالي په اړه د تفاهم یاداشت د جمهوري ریاست ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي او د ترکمنستان د انرژۍ وزیر چاریمراد پورچکوف  لاسلیک کړ.

په همدې ترتیب د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ترکمنستان د حکومتونو ترمنځ د تېلو او ګازو په برخه کې د همکاریو د پراختیا د تفاهم یاداشت د تېلو او ګازو په برخه کې د دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا په موخه، د برابرۍ او بین المللي حقونو ته په کتو د ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو د داخلي قوانینو د مراعتولو او ټاپې پروژې د تطبیق د بهیر د چټکټیا په ګډون د افغانستان د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې رئیس عبدالولید تمیم او د تېلو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د جمهوررئیس سلاکار یاشقي ګلدي کاکایوف ترمنځ لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې له هغه وروسته د دواړو هېوادونو مشرانو په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکمنستان تر منځ د ستراتېژیک مشارکت معاهده او همدارنګه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.   

سرچينه زياتوي، په پای کې د افغانستان او ترکمنستان جمهور رئیسانو د خپلې کتنې د پایلو په اړه رسنیو سره خبرې وکړې.

لومړی د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف له جمهور رئیس غني سره خپل مذاکرات دوستانه او د حسن تفاهم له فضا څخه ډک وبلل او ويې ویل، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او سمیه ییزو او بین المللي مسایلو په اړه يې مفصل بحثونه لرل.

هغه زیاته کړه، دوه هېوادونه په بین المللي برخو کې د حقونو د برابرۍ، عدالت او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې مطابق د ملګرو ملتونو سازمان چوکاټ کې اسلامي همکارۍ او اقتصادي همکارۍ کې یو د بل ملاتړ کوي.

د ده په وينا، موږ د سیمې پر وضعیت او دا چې دواړه هېوادونه په سیمه کې د سولې او امنیت پلویان دي او دسیمه ییزه همکاریو پر پراختیا او پایداره توسعه يې ټینګار وکړ.

قربانقلي بردي محمدوف وویل: "له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان جمهور رئیس سره مشترک نظر لرم او زه د دې طرفدار یم چې د افغانستان مسئله د سولې د مذاکراتو له لارې حل شي او د بې طرفه هېواد په توګه هر ډول همکارۍ ته چمتو یو."

هغه څرګنده کړه، سوله او امنیت د ګډو طرحو د اجرائي کېدو لامل کېږي او موږ وکولای شول د انرژۍ، ارتباطاتو او ټرانسپورت په برخو کې له افغانستان سره ښې طرحې پلې کړو.

د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، د ټاپې پروژې تطبیق چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي، په افغانستان کې ۱۲ زره شغلي فرصتونه ایجادوي او افغانستان به ورڅخه د کال یو میلیارد ډالر ګټه وکړي.

نوموړي وویل، لاجورد لارې څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په اړه یې چې ترکمنستان او افغانستان یې له ګډونوالو څخه دي، هم خبرې وکړې او د روان میلادي کال په مې میاشت کې به د غړو هېوادونو د ټرانسپورټ وزیرانو لومړۍ ناسته په ترکمنستان کې جوړه شي.

نوموړي په فرهنګي او ورزشي برخو کې د اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، همدا اوس زیات شمېر افغان محصلین د کرنې، ښوونې او روزنې، انرژي او برېښنا، تېلو او ګاز او ټرانسپورت برخو کې په ترکمنستان کې په لوړو زده کړو بوخت دي او همدارنګه چمتو یوو د افغانستان د غوښتنې په اساس زیات محصلین په خپلو پوهنتونونو کې جذب کړو.

ورپسې جمهور رئیس غني د خبرو پرمهال وویل: "نن د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د دوستانه مناسباتو د ایجاد اوه ویشتمه کلیزه ده او موږ ویاړو چې ترکمنستان سره مو ستراتیژیکه معاهده لاسلیک کړه او دا د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال لپاره یو لوی ګام دی چې زماني قید نه لري."

د ده په خبره، د دې معاهدې مطابق به د دواړو هېوادونو تر منځ مناسبات پایدار او د متقابل درناوي او ګټو په اساس وي او څرګنده یې کړه، د قربانقلي بردي محمدوف مثبت سیاست د دې لامل شوی چې نن موږ نړۍ ته د همکارۍ او ګاونډیتوب یوه بریالۍ نمونه ور وښیو.

هغه زیاته کړه، افغانستان چې کلونه کلونه جنګونو زیانمن کړی، نن د سیمه ییزې مثبتې همکارۍ پر محور بدل شوی او لاجورد لار د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ د نېکو مناسباتو نمونه ده چې د تخریبي مناسباتو برخلاف ده.

جمهور رئیس ټینګار وکړ، ټاپي یوه پروژه نه، بلکې نړیوال نوښتګر اقدام او یو کوریدور دی چې ګاز، تېل، نوري فایبر، ټرانسپورټ، د اورګاډي کرښه او برېښنا هم په کې شامل دي.

ده څرګنده کړه، ټاپي او تاپ (د ترکمنستان د برېښنا لېږد د افغانستان له لارې پاکستان ته) د پاکستان خلکو ته رڼا او حرارت هدیه کوي، له فعالیته لوېدلې فابریکې یې دوباره فعالېږي او د سیمه ییزې هوساینې او همکارۍ لورته ځي.

غني د تروریزم تهدید ته په اشارې وویل، نن ترهګري سیمې او نړۍ ته یو تهدید دی او باید سیمې او نړۍ ته د تروریزم بدیل وړاندې شي. له جنګ، مجادلې او نه همکارۍ څخه د سیمې لپاره همکاري، همنوایي او همغږي په مراتبو ګټور دي.  

هغه وويل، د افغانستان او ترکمنستان امنیتي همکاري د منل شویو بین المللي معیارونو په چوکاټ کې او د ملګرو ملتونو سازمان د تروریزم ضد ستراتیژي ده.  

ده زياته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلۍ له اساساتو څخه یو دا هم دی چې دولتونه باید د تروریستي بنسټونو مانع شي او پر وړاندې یې ګډ دریځ اختیار کړي، نه دا چې د دې پدیدې ملاتړی او پټنځای شي.

دى وايي، د ترکمسنتان جمهوررئیس سره موافقې ته ورسېد چې هرات ته د تورغنډۍ اورګاډي کرښې غځولو مطالعات بشپړ شي او عملي جنبه پیدا کړي.

نوموړي وویل، د افغانستان او ترکمنستان ځوان نسل هغه ګډ درک سره چې لري یې د زده کړې، تحصیلاتو، فرهنګ او نورو برخو کې به د دواړو هیوادونو تر منځ همکارۍ سلګونه کاله او تر هغې لا زیاته ادامه ولري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement