د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د دهلې بند د وروستیو اورښتونو له امله ۸۰ سلنه ډک شوی

د کندهار د دهلې بند د وروستیو اورښتونو له امله ۸۰ سلنه ډک شوی

Feb 21, 2019 - 18:32

کندهار (پژواک، ۲ کب ۹۷): چارواکي وايي، د وروستیو ورښتونو له امله د کندهار د دهلې بند ۸۰ سلنه ډک شوی چې یوه زرغون کال ته یې د خلکو هیله مندي ډېره کړې ده.

دغه بند د کندهارد اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال تر دې مهاله په کندهار کې ۱۱۷ ملي متره باران ورېدلی په داسې حال کې چې تېر کال یواځې ۷۵ ملي متره باران ورېدلی و.

دی وايي، تمه ده تر پسرلي پورې په راتلونکې یوه یا دوه میاشتو کې نور باران هم و وري.

د ده په خبره، د وروستیو ورښتونو له امله د کندهار د دهلې بند ۸۰ سلنه له اوبو ډک شوی چې یوه زرغون او اباد کال ته یې د خلکو هیله مندي ډېره کړې ده.

په کندهار کې روانو ورښتونو په داسې حال کې اباد کال ته هیلې ډېرې کړي چې دغه ولایت ۷۰ سلنه وچکالۍ ځپلی دی.

د کندهار د کرنې رییس وايي، د وچکالۍ له امله په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لسګونه متره ټیټه شوې وه چې نه یواځې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه یې پیدا کړې وه، بلکې له امله یې زرګونه جریبه ځمکه له کرنې پاتې شوې او په ځینو سیمو کې یې بیا ۶۰ سلنه مالداري له منځه وړې وه.

خو دی وايي چې سږنیو ورښتونو د وچکالۍ خطر کم کړی دی او د نور اورښت اټکل هم شته.

د ده په خبره، د یوه زرغون کال لپاره له ۲ تر ۳ سوه ملي متره باران ته اړتیا ده.

وروستیو ورښتونو د کندهار اوسېدونکي، کروندګر او باغ لرونکي هم خوشحاله کړي او وايي، سږ کال به د اوبو له کمښت سره مخ نه وي او له خپلو ځمکو او باغونو به ښه حاصلات تر لاسه کړي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد صادق وايي، د روانې وچکالۍ له امله د کندهار په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه شوې، په ګڼو ولسوالیو کې کر او کرونده زیانمنه شوې او مالدارۍ ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.

خو دی په دې باور دی چې روان ورښتونه به ټولو زیانونه جبران کړي.

د ده په خبره، په کندهار کې د ورښتونو تر څنګ د هېواد په شمالي برخو کې د واورې ورښت هم ښه اغېز کړی چې له امله یې په دهلې بند کې د اوبو کچه ډېره شوې ده.

دی وايي، که تر پسرلي په وقفه يي توګه همداسې ورښتونه وشي، نو تر ډېره به شته وچکالي کابو شي.

بل خوا چارواکي غوښتنه کوي چې سر له اوسه دې له اوبو په سالمه توګه ګټه واخیستل شي او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی دې وشي.

په کندهار ښار او ولسوالیو کې ډېرو خلکو په غیر فني توګه ژور څاه ګانې کېندلي چې د لمریزې برېښنا په وسیله ورڅخه اوبه راباسي.

دغه غیرفني څاه ګانې تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې وچوي او په پایله کې یې د اوبو کچه ټیټېږي.

له همدې امله سږ کال د کندهار د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست د اوبو د مدیریت چارې هم پيل کړې دي.

د دغې ادارې رییس محمد نسیم ایوبي وايي، دوی توانېدلي چې په تېرو ۵ میاشتو کې د کندهار په دامان، میوند او ارغستان ولسوالیو کې د اوبو ۶ واړه بندونه جوړ کړي چې د باران د اوبو په زېرمه کولو کې یې ډېره مرسته کړې ده.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دغو ولسوالیو کې ۱۵ کارېزونه هم بیارغول شوي او ډېر ژر به په تخته پل ولسوالۍ کې هم د ۳ بندونو د جوړولو چارې پیل شي.

ده خبر ورکړ چې په نوي کال کې به هم په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو ۲۵ واړه بندونه جوړ او ۲۵ کارېزونه به ورغول شي.

دی وايي، په نوي کال کې به د دې تر څنګ ۱۵ کیلومتره کانالونه هم په پاخه او اساسي توګه ورغوي چې دغه چاره د اوبو د ضایعاتو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د یادونې ده چې دهلې بند له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٦٤ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دى.

دغه بند پخوا د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس چې یې ۴۰ سلنه رسوبات نیولي، د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د کندهار اوسېدونکي وايي، دغه بند نه یواځې له رسوباتو څخه پاکولو ته اړتیا لري، بلکې دېوالونه یې هم باید لوړ شي چې ډېرې اوبه زېرمه کړي څو د کندهار کروندو او باغونو ته کافي اوبه ورسېږي.

چارواکي وايي، د دغې ستونزې د حل په موخه یې هڅې پیل کړي چې په دې لړ کې د اتو مترو په اندازه د دهلې بند د دېوالونو لوړولو د پروژې لومړني مطالعات بشپړ شوي او د اړوندې سروې تر بشپړولو وروسته به یې عملي چارې هم پيل شي.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي چې دغې ستونزې په دې ولايت کې کرنه سخته اغېزمنه کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement