ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د دغه ولايت د والي مرستيال  پر فساد تورن کړ

ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د دغه ولايت د والي مرستيال پر فساد تورن کړ

author avatar
21 Feb 2019 - 17:00
ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د دغه ولايت د والي مرستيال  پر فساد تورن کړ
author avatar
21 Feb 2019 - 17:00

جلال اباد (پژواک، ۲ کب ۹۷): ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو د دغه ولايت د والي مرستيال د پاکستان له قونسلګرۍ څخه د وېزې اخيستلو په برخه کې پر فساد تورن کړ.

دوی دغه راز د ننګرهار د والي هغه اقدام هم وغانده چې يو مدني فعال يې د فيسبوک د يو پوسټ په خاطر څارنوالۍ ته معرفي کړی و؛ خو والي وايي، دغه کار ده نه بلکې مرستيال والي کړی دی.

مدني فعالانو د کب په ۲مه د ننګرهار د ولايتي شورا په انګړ کې د يو رسنيز کنفرانس پر مهال دا څرګندونې وکړې.

مدني فعال نوراغا ځواک وايي، د ننګرهار والي وروسته له هغه چې يو مدني فعال عبداللطيف واحدي د مرستيال والي تميم عارف مومند د فساد په تړاو فيسبوک کې پوسټ وکړ، نوموړي دغه مدني فعال څارنوالۍ ته معرفي او قوماندانۍ ته يې د هغه د نيولو امر کړی دی.

دی وايي، د ننګرهار والي د دې پرځای چې د خپل مامور په اړه تحقيق وکړي او مدني فعال په دغه جرئت وستايي، د بيان د ازادۍ خلاف دغه عمل يې کړی دی.

دغه راز بل مدني فعال عبدالرحمن معاون خو لا دا تور هم پورې کړ، چې مرستيال والي دغه مکتوب په خپل لاسليک لېږلی حال دا چې نوموړی خپله تورن دی.

هغه والي ته په خطاب کې وويل: ((موږ په دې مکتوبونو، څارنوالۍ او محبس نه شې ډارولی، که واحدي محبس ته ځي، موږ ټول مدني فعالان ورسره ځو؛ خو ته داسې اداره وښايه چې هغې کې فساد نه وي، تا ته چلېنج دی.))

مدني فعال ډاکټر شکر الله مشکور يادونه وکړه چې د افغانستان د مدني قوانينو له مخې څوک له مدني فعالانو د نظارت اخيستو حق نه لري او هېڅوک د فيسبوک د پوسټ او يا کوم راپور نشرولو په خاطر څارنوالۍ ته نه شي معرفي کولی هغه بايد د رسنيزو سرغړونو کمېسيون ته عريضه وکړي.

مدني فعال عبداللطيف واحدي اسناد او ځينې غږونه وړاندې کړل او د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند يې له پاکستان قونسلګرۍ څخه د وېزو اخيستلو په برخه کې پر فساد تورن کړ.

د نوموړي د يو سند له مخې، هغه مهال چې د ولايت مقام وېزه اخيستونکي ته ټوکنې يا د وېزې اخيستو ټکټونه ورکول، نو مرستيال به والي به پر يو کوډ دوه ټوکنې چاپولې او يوه به يې پر خلکو خرڅوله.

بلخوا د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، څارنوالۍ او امنيه قوماندانۍ ته مکتوب ده نه، بلکې مرستيال والي استولی او د هغه صلاحیت له مخې يې دا کار کړی چې قانون ورکړی دی.

نوموړي وويل: ((کله چې د مکتوب په پای کې وليکل شول د ننګرهار والي او نوم ورسره نه و، د اصولو له مخې دا کار د معاون په امضاء شوی، پر هغه تور پورې شوی، اوس يې بايد تور پورې کوونکی ځواب ورکړي او ثابت يې کړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.