ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت جامع جومات جوړېږي

پلخمري کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت جامع جومات جوړېږي

author avatar
21 Feb 2019 - 15:01
پلخمري کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت جامع جومات جوړېږي
author avatar
21 Feb 2019 - 15:01

پلخمري (پژواک، ٢ کب ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري د ٦٥ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د حج او اوقافو رييس مولوي نقيب الله سجاد وويل چې دغه جامع جومات د جمهوري رياست د ملي پراختيايي پروګرام له مخې جوړېږي.

د نوموړي په وينا، دغه جامع جومات په دوه پوړونو کې جوړېږي چې چارې به يې د ١٨ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

د هغه په خبره، پر دغه جامع جومات ٦٥ ميليونه افغانۍ لګول کېږي چې د جمهوري رياست له لوري ورکول کيږي.

دغه راز د پلخمري ښاروال انجنیر نظام الدین حمیدي وويل چې د دغه جامع جومات د جوړېدو چارې ښاري پراختيا رياست ته سپارل شوې خو زمينه ورته ښاروالۍ برابره کړې ده.

هغه زياته کړه: ((لګښت يې ما ته دقيق معلوم نه دى، خو کار يې په يو نيم کال کې خلاصيږي.))

د يادونې ده، دغه جامع جومات په ١٧٠٠ متره مربوع ځمکه کې جوړېږي چې په يوه وخت کې څه باندې دوه زره کسان په کې لمونځ کولاى شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه مياشتو کې په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ورته جوماتونو د جوړېدو چارې پيل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.