ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ښځې د دوحې د سولې په خبرو کې له ګډونه پاتې شوې

افغان ښځې د دوحې د سولې په خبرو کې له ګډونه پاتې شوې

author avatar
22 Feb 2019 - 15:41
افغان ښځې د دوحې د سولې په خبرو کې له ګډونه پاتې شوې
author avatar
22 Feb 2019 - 15:41

کابل (پژاوک، ٣ کب ٩٧): هغو ٤٠ افغان ښځو ته د ويزو په اخيستو کې ستونزې رامنځته شوې چې ټاکل شوې وه د دوحې د سولې په راتلونکو خبرو اترو کې برخه واخلي.

ټاکل شوې ده چې د وسله والو طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې په تړاو د خبرو اترو بل پړاو د راتلونکې دوشنبې په ورځ په دوحه کې پيل شي.

د افغان ښځو شبکې يوې غړې د نوم نه خپرولو په شرط د کب په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د ګډون په موخه د قطر هېواد له افغان حکومته د ښځو د ګډون په اړه موافقه غوښتې وه.

دې وويل چې د تېرې چهارشنبې تر مازديګره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې برخه کې موافقه نه وه کړې.

خو هغې زياته کړه: ((وزارت ناوخته موافقه وکړه چې په يوه ورځ کې يې بیا امکان نه درلود چې د قطر هېواد ٤٠ ښځو ته ويزې ورکړي.))

هغې تور پورې کړ چې د بهرنيو چارو وزارت مامورينو په دې غونډه کې د ښځو د ګډون په اړه ارګ ته هم ناسم معلومات ورکړي وو.

دې زياته کړه: ((ښځو غوښتل څو په دې غونډه کې ګډون وکړي او د خپلو حقونو په اړه له دوحې څخه خپل غږ پورته کړي، خو ځينې ستونزو يې مخه ونيوله.))

په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو کنفرانسونو رييسې او د سولې عالي شورا غړې اصيلا وردګ پژواک ته وويل چې ولسمشرۍ ماڼې اړوندو ادارو ته هدايت ورکړى څو د قطر په غونډه کې د ښځو د ګډون لپاره د ويزو ترلاسه کولو زمينه برابره کړي.

هغې وويل: ((خپله ښځو د ويزو ترلاسه کولو لپاره ناوخته مراجعه وکړه، دلته ستونزه په ښځو کې ده؛ ځکه اوس پنجشنبه او جمعه په کابل کې رخصتي ده او شنبه او يکشنبه بيا قطر کې رخصتي ده، خو بيا هم هڅې روانې دي څو دغو ښځو لپاره ويزې واخيستل شي.))

پژواک غوښتل په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت د وياند صبغت الله احمدي نظر هم واخلي، خو هغه اړیکه یې ځواب نه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.