ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
22 Feb 2019 - 09:50
د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
22 Feb 2019 - 09:50

چاريکار (پژواک، ٣ کب ٩٧): د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولين وايي چې د سالنګ لاره له دوو ورځو بندېدو وروسته بېرته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوول عبدالبصير حبيبي د کب په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دوولس بجې په سوېلي سالنګ کې توفان پاى ته ورسېد او مسافر وړونکو موټرو ته د تېرېدو زمينه برابره شوه.

هغه زياته کړه: ((دا مهال په سالنګونو کې هوا پاکه او لمريزه ده او له ټېلري موټرو پرته نور ټول موټر کولاى شي چې له چين څخه په استفادې له دې لارې تګ راتګ وکړي.))

ده له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتنه وکړه چې له دغه مسيره د تېرېدو په صورت کې مجاز سرعت، مجاز وزن، ژمني تجهيزات، ګرمه البسه، احتياطي خواړه او اضافي موبلاين او تېل له ځان سره ولري.

د حبيبي د معلوماتو له مخې، دا مهال په سالنګونو کې د واورې ضخامت ١٥٠ سانتي متره دى او د هوا درجه هم منفي ١٨ ده.

د يادونې ده، د سالنګ لويه لار د هېواد نهه شمالي ولايتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.