ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ ښاروال د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی

د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ ښاروال د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی

author avatar
22 Feb 2019 - 14:08
د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ ښاروال د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی
author avatar
22 Feb 2019 - 14:08

محمودراقي (پژواک، ٣ کب ٩٧): د کاپيسا حکومتي چارواکي وايي چې د نجراب ولسوالۍ ښاروال يې د وژل شوو امنيتي سرتېرو کورنيو ته د ځمکې نومرو په وېش کې د ناغېړۍ او اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړى دى.

بل لور ته د ملي اردو د وژل شوو سرتېرو د کورنۍ غړي وايي چې د ملي دفاع وزارت له لوري ښاروالۍ ته معرفي شوي وو، څو د استوګنې لپاره يوه يوه نومره ورکړي خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

په دې اړه د کاپيسا اوسېدونکي اغاګل د کب په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال يې زوى د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې وژل شوى و.

هغه وايي: ((د ملي دفاع وزارت پېژندتون راته يوه ورقه راکړه، زه يې د کابل ښاروالۍ ته معرفي کړم، د کابل ښاروالۍ زه د نجراب ښاروالۍ ته معرفي کړم، خو دا ١٦ مياشتې وشوې تر اوسه چا راته ځمکه نه ده راکړې.))

دغه راز د کاپيسا بل اوسېدونګي ګل زمان پژواک ته وويل چې د ده عريضه هم د نجراب ولسوالۍ په ښاروالۍ کې پرته ده او تر اوسه په دې اړه چا اقدام نه دى کړى.

هغه زياتوي: ((زما زوى په فراه کې وژل شوى و، ما ته يې هم ويلي وو چې د نجراب ښاروالي نومره درکوي، دا څلور کاله وشول عريضه مې ورسره ده، خو تر اوسه يې هېڅ هم نه دي راکړي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

بل لور ته د نجراب ښاروالۍ چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک ته وويل چې د نجراب ولسوالۍ ښاروال د وژل شوو امنيتي سرتېرو کورنيو ته د ځمکې نومرو په وېش کې د ناغېړې او اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د همدغو کورنيو لپاره درې سوه جريبه ځمکه په پام کې نيول شوې وه خو د نجراب ښاروال په دې کې ناغېړي کړې او يوه اندازه ځمکه يې پر نورو کسانو هم پلورلې ده نو ځکه څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.))

د يادونې ده، د کاپيسا تر څنګ د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم د وژل شوو سرتېرو د کورنۍ غړي له ورته ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.