ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نړيوال بشري بنسټونه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي”

“نړيوال بشري بنسټونه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي”

author avatar
22 Feb 2019 - 16:51
“نړيوال بشري بنسټونه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي”
author avatar
22 Feb 2019 - 16:51

ګردېز (پژواک، ٣ کب ٩٧): په ګردېز کې د کابل، پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر او غزني ولايتونو د فرهنګيانو په ګډون د پښتون ژغورنې ولسي حرکت د مشر منظور پښتین په نوم ادبي ماښام او غزل شپه جوړه شوه.

ياد فرهنګي ماښام د تحليل مهالنۍ دفتر له خوا د يادې چاپي خپرونې له پرانيستې سره يو ځای جوړ شوی و.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي په دې غونډه کې وويل، کوم قوم چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه ونه کړي، د نورو بېلابېلو زبېښاکو ځواکونو له خوا تر پښو لاندې کېږي او اوسمهال د پښتنو د حق غوښتنې تر چتر لاندې د دغه قوم پر يو کېدو ټينګار کوي.

کټوازی وايي، پښتون لوی قوم دی چې په کوزه پښتونخوا کې په مستقيم او په بره پښتونخوا کې په غير مستقيم ډول د پاکستان له خوا ځپل کېږي او حقونه يې تر پښو لاندې شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د يوه پښتون په توګه د نړۍ په هر کونج کې چې پښتون دی، هغه راته ورور ښکاري او ټول يو د بل وروڼه يو؛ مشترکه ژبه، مشترکه وينه، مشترک قوم او مشترک دين لرو، دا هغه تړاوونه دي چې موږ بايد يو د بل دفاع، يو د بل ننګه او مرسته وکړو.))

د پکتيا پرېس کلب مشر حقمل مسعودزي پژواک ته وويل د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ولسي او د ځپل شوي پښتون قوم د حقونو ترلاسه کولو لپاره مشروع حرکت دی، خو نيوکه کوي چې نړيوالو بشري بنسټونو يې تر اوسه ملاتړ نه دی کړی او بايد په دې برخه کې لاس په کار شي.

مسعودزی وايي: ((د منظور پښتين حرکت ولسي حرکت دی، د دې تر شا سياسي لاسونه نشته، د دې تر شا ولس ولاړ دی، خو د بشري حقونو نړيوالې ادارې د دغه غږ په اړه چوپه خوله پاتې دي، دغه غږ ته يې هېڅ لاسرسی نه دی کړی، له دوی څخه غوښتنه کوو چې د پښتون ژغورنې حرکت غږ واوري.))

د خوست ولايت فرهنګي او مدني فعال مرجان هڅاند وايي چې ځيني خلک او کړۍ په هېواد کې د ځينو مهمو ملي مسايلو په اړه د ناسم تبليغ په څېر د پښتون ژغورنې حرکت په هکله هم مغشوشوونکې څرګندونې کوي او یاد حرکت سياسي او استخباراتي يادوي.

هڅاند وويل: ((ځيني وايي چې منظور پښتين د ای اېس ای پروژې مخې ته وړي، په افغانستان کې ځيني وايي چې ولسمشر اشرف غني فقط امريکايانو ته ژمن دی، خو يو څوک دومره ژوند نه تريخوي چې يو لوی هدف ونه لري. هر انسان نيمګړی دی او خامخا به ستونزې لري، خو بايد د يوې مسئلې په اړه له قضاوت مخکې پوره معلومات ولرو، څېړنه وکړو او حالات له هره اړخه و ارزوو.))

د دغه فرهنګي پروګرام تنظيموونکی او د تحليل مهالنۍ بنسټګر داود تپان د سياست او ادبياتو پر نږدې کېدو ټينګار کوي او وايي چې اديبان بايد د ادب په ژبه له سياست سره يو ځای د لويو او مهمو داعيو په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

تپان د حقونو ترلاسه کولو لپاره د خلکو متحده کتله اړينه بولي او وايي چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره بايد افغانان له هر ډول کوچنيو کړيو او شخصي ګټو ورهاخوا له هرې ممکنې لارې کار وکړي.

نوموړی وايي: ((د افغانستان سياسي کشاله، د لوی افغانستان داعيه او زموږ مبارزه سره تړلي دي. که ادبيات د سياست او سياست د ادبياتو لپاره کار ونه کړي، هغه ملت پرمختګ نه کوي. د منظور پښتین داعيه د پښتون ژغورنې ده، د پښتون ژبې د ژغورنې ده، د پښتون مور ته د حق د اخيستو ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.