کابل (پژواک، ۳ کب ۹۷): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي چې وسله والو مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو په عملیاتو کې اوښتې ده.
خبرپاڼه کاږي چې دغه عملیات له وسله والو مخالفینو د سیمو د چاڼ په موخه په ننګرهار، غزني، کندهار، اروزګان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د دغو عملیاتو پر مهال په کندهار کې د ماین جوړولو یوه کارخونه او په اروزګان کې د وسله والو یو پټنځای له منځه وړل شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي چې د عملیاتو په لړ کې د ملي اردو ځواکونو ننګرهار یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن