ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک: حکومتي چارواکي له پښتو ژبې سره توپیري چلند کوي

د خوست خلک: حکومتي چارواکي له پښتو ژبې سره توپیري چلند کوي

author avatar
22 Feb 2019 - 15:34
د خوست خلک: حکومتي چارواکي له پښتو ژبې سره توپیري چلند کوي
author avatar
22 Feb 2019 - 15:34

خوست ښار (پژواک، ۳ کب ۹۷): د خوست يو شمېر اوسېدونکي پر مرکزي حکومت، په ځانګړې توګه پر ولسمشر محمد اشرف غني نيوکه کوي چې د پښتو او دري رسمي ژبو ترمنځ يې مساوات په نظر کې نه دي نيولي.

هغوی دا څرګندونې نن (د کب ۳مه) په هغې غونډه کې وکړې چې د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې د نمانځنې په موخه په دغه ولايت کې د ژبژغورنې ملي غورځنګ له خوا جوړه شوې وه.

دوی وويل، په اساسي قانون کې ښکاره ذکر شوي چې پښتو او دري دواړه ملي او رسمي ژبې دي، خو وايي ځيني چارواکي له پښتو سره تعصب کوي.

د غونډې يوه ګډونوال صاحب الدين ځدراڼ خپلو خبرو کې وويل چې دوی له مرکزي حکومته تمه درلوده چې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره به ډېر څه وکړي، خو د تمې خلاف د حکومت په دننه کې يې د کمزورې کېدو هڅې روانې دي.

دی وايي: ((تر ټولو د مخه زما هغه ولسمشر چې دې ولس د سر په قربانۍ رايه ورکړه او د ولسمشرۍ تر ګدۍ يې ورساوه، پښتو يې تر پښو لاندې کړې، زه له چا سره تعصب نه لرم، خو ولسمشر غني ډېرى فرمانونه په دري ژبه ورکړي دي.))

په دغه ولايت کې د ژبژغورنې ملي غورځنګ مسوول جهانزېب وصال هم وويل چې په ټولو دولتي ادارو کې صادره او وارده مکتوبونه په دري ژبه ليکل کېږي چې دا په ښکاره له قانونه سرغړونه ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د رسمي او ملي ژبو ترمنځ دې مساوات په نظر کې ونيسي.

هغه زياتوي: ((زموږ هدف دا دی چې په دولتي ادارو کې له دري ژبې سره پښتو ژبه هم يو شان وکارول شي، دا مهال په ټولو اداراتو کې دري ليکل کېږي او پښتو نه ليکل کېږي. زموږ غورځنګ له چا سره تعصب نه لري، بلکې هدف يې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو غني کول دي.))

د غونډې بل ګډونوال حمدالله وصال بيا خپلو خبرو کې وويل چې د پښتو ژبې د پرمختګ او غني کولو لپاره اړينه ده چې له نورو ژبو نه په بېلابېلو برخو کې علمي او ټولنيز اثار پښتو ته او له پښتو څخه نورو ژبو ته وژباړل شي.

هغه په دې برخه کې له دولتي او غير دولتي بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه: ((که موږ وغواړو چې له نورو ژبو څخه ژباړې وکړو يا د پښتو اثار ځينو نورو ژبو ته وژباړو او خپله ژبه نړيوال توب ته بوځو، نو د دې لپاره د ګرامري اصولو زده کړه تر ټولو لومړنی اصل دی.))

د دې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو بيا په خپلو ويناوو کې د پښتو ژبې د غني کېدو په موخه له ټولنيزو بنسټونو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي پراخ تبليغاتي کمپاينونه ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.