ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خبريالانو د کابل ـ جلال اباد پر لاره د نيالګيو  ايښودو کمپاين ترسره کړ

خبريالانو د کابل ـ جلال اباد پر لاره د نيالګيو ايښودو کمپاين ترسره کړ

author avatar
23 Feb 2019 - 17:43
خبريالانو د کابل ـ جلال اباد پر لاره د نيالګيو  ايښودو کمپاين ترسره کړ
author avatar
23 Feb 2019 - 17:43

جلال اباد (پژواک،٤ کب ۹۷): د ننګرهار خبريالانو د کابل – جلال اباد لويې لارې د زرغونتياپه موخه د نيالګيو ايښودو کمپاين ترسره  کړ او ژمنه يې وکړه چې پالنه به يې هم کوي.

دوی شاوخوا زر نيالګي د خپلو مرستو په پيسو اخيستي وو او د ايښودو  لړۍ يې د کب په ٤مه د کابل – جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند د خيرو خېلو په ساحه کې پيل کړه.

خبريالان وايي، هر کال په دولتي کچه ټول هېواد کې ميليونونه نيالګي  ايښودل کېږي؛ خو د نه پاملرنې له امله وچېږي؛ نو دوی پيغام ورکوي چې  له کښت سربېره يې بايد پالنه  هم وشي.

د خبريالانو د دغه کمپاين مرستې ته د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د ښاروالۍ مسوولين هم ورغلي و او ژمنه يې وکړه چې د خبريالانو په لاس د دغو ايښودل  شويو نیالګيو پالنه به دوی هم کوي.

په ختيځ کې د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي وايي، دغه کمپاين ته يې د خبريالانو د مرستو په پيسو شاوخوا زر نيالګي اخيستي او نن يې د ايښودو لړۍ پيل کړه.

هغه وويل، موخه يې دا ده چې د نيالګيو له ايښودو سربېره بايد د نيالګيو پالنه هم وشي؛ ځکه هر کال ايښودل کېږي؛ خو د نه پاملرنې له امله وچيږي .

دايسو سي ايټډ اژانس خبريال محمد انور دانشيار پر چارواکو غږ وکړ چې د نيالګيو د ايښودو  ترڅنګ دې د هغو پالنه هم وکړي.

دی وايي: ((ختيځه سيمه چې په همېشه بهار مشهوره ده، متاسفانه په دې وروستيو کې د نفوسو د ګڼوالي له امله يې هوا ډېره ککړه شوې؛ نو د نيالګيو کښت ته ډېره اړتيا شته .))

د قرغيو ولسوالۍ ښاروال زيارمل الکوزي چې دغه پروګرام ته د خبريالانو د تخنيکي مرستې په موخه ورغلی و، ژمنه يې وکړه چې د خبريالانو ترڅنګ به دوی هم د يادو نيالګيو پالنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.