ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل ځينې تاریخي ابدې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي

د سرپل ځينې تاریخي ابدې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
23 Feb 2019 - 18:47
د سرپل ځينې تاریخي ابدې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
23 Feb 2019 - 18:47

سرپل (پژواک، ٤ کب ٩٧): د سرپل ولایت ځینې تاریخي سيمې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره بودیجه نه لري.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو په اساس، په دغه ولایت کې ۲۰۰ تاریخي سیمې شته چې ۲۴ یې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت  او ۱۷۶ نورې تر اوسه له یاد وزارت سره نه دي ثبت شوې او زیاتې څېړنې ته اړتیا لري.

له جوزجان، بلخ، سمنګان، فاریاب، کابل او کندهار څخه هرکال زیات شمېر خلک د یادو تاریخي ابدو لیدو او سیاحت ته راځي.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو په اساس، په سرپل کې د حضرت یحيی بن زید شهید زیارت چې ۱۲۰۰ کاله تاریخي مخینه لري، د سرپل ښار د عیدګاه جومات چې ۵۰۰ کاله ، د سرپل په مرکز کې د خانقاه جومات چې ۲۰۰ کاله ، د سرپل په مرکز بغاوي کلي کې د حضرت خضر جومات چې ۵۰۰ کاله، په سرپل ښار کې د امام کلان زیارت چې ۱۲۰۰ کاله ، په سرپل ښار کې د خواجه محمد خطیب زیارت چې ۴۰۰ کاله ، د سرپل له مرکز سیداباد افغانیه کلي کې د امام جعفر زیارت چې ۹۰۰ کاله، په صیاد ولسوالۍ کې د سلطان محمد دیوبند زیارت چې ۳۰۰ کاله ، د سرپل په مرکز کې د شاه د لور (ممکن د بابرشاه لور) او د پسته مزار زیارتونه، د سرپل په مرکز کې بالاحصار چې ۵۰۰ کاله او د سانچارک بالاحصار چې ۵۰۰ کاله مخینه لري په دغه ولایت کې له یادو ۲۴ تاریخي ابدو څخه دي.

 سرچینه زیاتوي، د ګوسفندي ولسوالۍ بالاحصار د فرانسوي عالمانو په اند د کوشانیانو په دوره، په سنچارک کې کافر کلا د بودېزم په دوره، په بلخاب ولسوالۍ کې د ترپچ تاریخي کلا د غوریانو په دوره، په بلخاب ولسوالۍ کې د میرسیدعلي آغا زیارت، په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د چهارسم پخوانۍ سیمه، په سوزمه کلا ولسوالۍ کې د شاه عبدالله لنګر، د سرپل په مرکز کې د لغان پخوانۍ سیمه، د سرپل په مرکز کې د خشت پل سیمه، په سرپل ښار کې د امام خرد تر څنګ جوړه چنار، په سوزمه کلا ولسوالۍ کې کته کلا، په سوزمه کلا ولسوالۍ کې بودنه کلا او د سرپل د مرکز په خرابه کلا کلي کې چهل دختران هم په ۲۴ ثبت شوو تاریخي ابداتو کې راځي.

  خو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي نیوکه کوي او وايي، حکومت په دغه ولایت کې د تاریخي ابداتو ساتنې ته لازمه پاملرنه نه کوي .

د سرپل ښار اوسېدونکي عزیزالله وویل، سره له دې چې د حضرت یحىی بن زید شهید زیارت بیارغول شوی نه دی، بلکې ګونبده یې د رالوېدو په حال کې ده او هغه باید مسلکي کسان ترمیم کړي.

د سرپل د مرکز د سیداباد افغانیه کلي اوسېدونکي فیض محمد هم په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، د امام جعفر تاریخي ابده د نړېدو په حال کې ده.

د علي په نوم د سرپل ولایت بل اوسېدونکي هم د امام کلان دګنبدې د داخل او بیرون د ویجاړېدو له امله اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، د امام کلان په څېر تاریخي اثار باید د حکومت له خوا ترمیم او ساتنه یې وشي، له دې پرته به د سرپل ولایت تاریخي ابدې خرابې شي.

 د غلام سرور په نوم د سرپل یوه فرهنګي وویل، نه حکومت د تاریخي ابداتو په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړی او نه یې خلکو ساتنې ته پاملرنه کړې.

دوی تاریخي ابدات د خلکو ویاړونه ګڼي او وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید په دغه ولایت کې تاریخي ابدات بررسي او ترمیم کړي.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې مدیر سید احمد حیدري وویل، له یادو ۲۴ ابدو د ولایت په مرکز کې یوازې یوه تاریخي ابده روان کال په اساسي ډول بیارغول شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.