ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

author avatar
23 Feb 2019 - 14:00
د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه
author avatar
23 Feb 2019 - 14:00

غزني ښار(پژواک،٤ کب ٩٧):د غزني چارواکي وايي چې له يوې اوونۍ وروسته د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوې ده.

د غزني د مُقر سلګونو اوسېدونکو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دې لپاره د کابل-کندهار لويه لار تړلې وه، ترڅو ولسمشر دغه ولسوالۍ د ولايت په توګه اعلان کړي.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو معترضينو نن له يوې اوونۍ وروسته دغه لويه لار بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه کړه.

ده وويل چې د يادو لاريون کوونکو غوښتنه له حکومتي مشرانو سره شريکه شوې، ترڅو يې په اړه پرېکړه وکړي.

دغه راز د ياد اعتراض يو تن سمبالوونکي شهزاده عاصم پژواک ته وويل چې ځينو موټرو ته دوى د تګ اجازه ورکړې ده.

هغه وايي:((د سپرلۍ،مېوې او سبزيو موټرو ته مو اجازه ورکړه، نور زموږ اعتراض اوس هم روان دى.))

ده زياته کړه چې دغه اعتراض به تر هغه دوام وکړي، ترڅو حکومت دوى ته قناعت ورکوونکى ځواب ورکړي.

په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني يو شمېر ولسوالۍ د ولايتونو په توګه اعلانوي، خو تر اوسه حکومت په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.