کابل (پژواک، ٤ کب ٩٧) : د افغانستان د سولې لپاره د روسيې ځانګړى استازى ضمير کابلوف وايي چې ترکيه په افغان سوله کې مهم رول لوبولوى شي.
نوموړي دغه څرګندونې ترکيې ته د سفر پر مهال په ياد هېواد کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته کړې دي.
کابلوف زياته کړې، ترکيه د افغانستان د سولې په مسئله کې مهم رول لوبولی شي؛ نو ځکه دې د قطر په راتلونکې غونډه کې ورته د ګډون فرصت ورکړل شي.
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو پيل شي.
د روسيې ځانګړي استازي دغه راز ويلي چې امريکا په يوازې ځان د افغانستان ستونزه نه شي هوارولى، ددې اړتيا ده چې ځېنې نور اړخونه هم په دې خبرو کې ښکېل کړي.
کابلوف هيله څرګنده کړې چې له سياسي لارو ممکنه ده، افغان جګړه ختمه شي، خو ددې اړتيا ده چې د افغان حکومت په ګډون نور اړخونه هم په کې ښکېل کړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن