ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان دکندهار د معروف ولسوالۍ د نیولوادعا کوي خو چارواکي یې ردوي

طالبان دکندهار د معروف ولسوالۍ د نیولوادعا کوي خو چارواکي یې ردوي

author avatar
23 Feb 2019 - 08:40
طالبان دکندهار د معروف ولسوالۍ د نیولوادعا کوي خو چارواکي یې ردوي
author avatar
23 Feb 2019 - 08:40

کندهار (پژواک، ٤ کب ۹۷): وسله وال طالبان ادعا کوي چې د معروف ولسوالۍ مرکز یې له دوه کلنې کلابندۍ وروسته نیولی، خو امنیتي چارواکي دغه ادعا ردوي او وايي چې د ولسوالۍ مرکز یې له یوې سیمې بلې ته لېږدولی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي،د معروف ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني یې نیولي او دولتي سرتېري ورڅخه وتلي دي.

هغه زیاتوي، د دغې ولسوالۍ نورې سیمې د هغوی تر ولکې لاندې وې او یوازې مرکز یې د دولت په واک کې و چې له تېرو دوو کلونو راهیسې کلابنداو د دوى تر درنو بریدونو لاندې وو.

دی وايي، پرون غرمه یوه بجه دولتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني تخلیله کړل او ودانیو ته یې اور واچاوه.

نوموړی ادعا کوي چې له دولتي ځواکونو څخه یوه اندازه نظامي توکي او لوازم هم په سيمه کې پاتې شوي دي.

خو د کندهار امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو دا ادعاوې ردوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې د معروف ولسوالۍ مخکینی مرکز په یوه غرنۍ ساحه کې و او په دې ساحه کې خلک هم ډېر نه وو، نو د کندهار نظامي شورا پرېکړه وکړه چې مرکز بل ځای ته ولېږدوي.

دی وايي، دغه پرېکړه د کورنیو چارو وزارت ته لېږل شوې وه او هغوی هم منظور کړې وه چې د ولسوالۍ مرکز دې په تکتیکي توګه بلې سیمې ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړه، د همدې پرېکړې پر بنسټ د معروف ولسوالۍ مرکز له اوسني ځای څخه ۸ کیلومتره لرې یوې بلې سیمې ته لېږدول شوی چې ساحه یې پراخه ده او په پلان کې ده چې یوه معیاري ودانۍ ورته جوړه شي څو خلک هم لاسرسی ورته ولري.

د ده په خبره، د همدې پرېکړې له مخې، په دغې ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ملي اردو، سرحدي او ملي پولیسو له خوا ګډ عملیات هم روان دي.

د معروف ولسوالۍ یو قومي مشر جانان ګلزي هم پژواک ته وویل چې د ولسوالۍ مرکز له یوې سیمې بلې ته لېږدول شوی چې همدې ته وسله والو طالبانو د نیولو نوم ورکړی دی.

خو هغه ومنله چې د ولسوالۍ مرکز له ډېره وخته د وسله والو طالبانو له خوا محاصره و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.