ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“غزني کې  ١١ وسله وال طالبان وژل شوي”

“غزني کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي”

author avatar
23 Feb 2019 - 15:55
“غزني کې  ١١ وسله وال طالبان وژل شوي”
author avatar
23 Feb 2019 - 15:55

غزني ښار(پژواک، ٤ کب ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې د  افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه نور ژوندي نيول شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په عاشقوالو او جوي چهار سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

دغه راز نوري وويل چې کومانډو ځواکونو هم تېره شپه ناوخته د همدې ولسوالۍ په مکرو سيمه کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې لس تنه شکمن کسان نيول شوي دي.

د نوري د معلوماتو له مخې، په تره سره شويو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همدارنګه د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((پرون ټوله ورځ طيارې ګرځېدې خو زه نه پوهېږم چې څه خبره وه.))

خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په اندړو کې کوم طالب نه دى وژل شوى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې د طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي.

په دې اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې دغه عمليات پرون پيل شوي چې په ګرمسېر او سنګين ولسواليو کې د هغو سيمو نيول دي چې دا مهال يې کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

د هغه په وينا، د دغو عملياتو په لړ کې تر اوسه شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او امنيتي ځواکونو پنځه کيلومتره پرمختګ کړى دى.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.