ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د اوبلن ګاز بیه دېرش سلنه لوړه شوې

په کابل ښار کې د اوبلن ګاز بیه دېرش سلنه لوړه شوې

author avatar
23 Feb 2019 - 17:04
په کابل ښار کې د اوبلن ګاز بیه دېرش سلنه لوړه شوې
author avatar
23 Feb 2019 - 17:04

کابل (پژواک، ۴ کب ۹۷): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلو اوبلن ګازبیه له ۵۰ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده؛ خو د زیاتو لومړنیو خوراکي توکو بیې پر خپل ځای دي.

د کابل ښار په تایمني واټ کې ګاز پلورونکي احمدجاوید، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په نسبت، د یو کیلو اوبلن ګاز بیه له ۵۰ افغانیو ۶۵ ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د زياتو واورو ورښت له امله، نښلونکې لارې په ځانګړې توګه د سالنګ لویه لار بنده شوې او واردات يې کم شوي، نو ځکه د ګاز بیه ورسره لوړه شوې ده.

خو د تېلو او لرګیو بيو بدلون نه دی کړی.

 د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر، یو لېتر پټرول په ۴۸  او یو لېتر ډیزل په ۴۷ افغانیو پلوري .

غلام سخي  چې د کابل ښار تایمني واټ په څلورلاره کې د لرګیو ټال لري وايي، نن د تېرې شنبې په څېر یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ۷۲۰۰ افغانیو او یو خروار سره ارچه لرګي په ۶۵۰۰  پلوري .

د خوراکي توکو بیې پرخپل ځای دي.

 د کابل ښار په منډوي کې د خوراکي توکو عمده پلورونکي احمدمصطفی وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په عمده ډول په ۱۶۸۰، پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۲۰، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سیله وریجې په ۲۰۰۰  او ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۰۰ افغانیو پلوري.

دغه راز د کابل ښار په منډوي کې چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر، د یو کیلوګرامه اندونیزیايي شین چای بیه ۲۸۰ او د یو کیلو ګرامه افریقايي تور چای نرخ ۳۰۰ افغانۍ ده.

د ځینو توکو پرچون بېې له عمده بیو سره ځینې مهال ډېر او کله هم لږ توپیر لري.

 د کابل ښار د تایمني پر ۱۳ سړک خوراکه پلورونکي احمدصمیم وویل چې نن یوه ۵۰ کیلويي بورۍ قزاقستاني اوړه په ۱۴۰۰، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۵۰ افغانیو، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سیله وریجې په ۲۴۰۰، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۰۰ افغانیو، یو کیلوګرامه اندونیزیایي شین  چاى ۳۰۰ او یو کیلوګرامه افریقايي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

زرګر فواد احمدصالح زاده چې د کابل ښار په تیمورشاهي واټ کې د سرو زرو په ګډون د نورو قیمتي توکو هيټوال دی وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۲۵۵۰ افغانیو او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ۲۰۵۰ افغانیو پلوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.