کابل (پژواک، ۴کب ۹۷): د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې څه باندې ۹۰ سلنه مرکه شوي سولې ته تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي او د سولې د ټینګښت او د ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دا څېړنه چې د ((سولې او ټاکنو)) په اړه ده، د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) او اریانا نیوز له لوري د هېواد بېلابېلو قومونو ته منسوب له ۵۳۷۰ کسانو څخه چې زر تنه يې ښځې دي، د یوې نیمې میاشتې په موده کې په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده.
په دې څېړنه کې د سولې له بهېر څخه د هېودوالو غوښتنې، د سولې او ټاکنو تر منځ د هېوادوالو انتخاب او د سولې ټینګښت او ټاکنو په اړه د خلکو نظریات شامل شوي دي چې په دې جریان کې له مرکه شويو څخه ځينې پوښتنې لکه: ((ایا سوله غواړئ؟ که ټاکنې غواړئ؟ او د سولې او ټاکنو له بهیرونو څخه کوم ته لومړیتوب ورکوئ)) پوښتل شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې(نی) اجرايي مشر مجیب خلوتګر، وویل چې مرکه شويو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا سوله غواړي؟ ۵۲۹۵ تنه چې ۹۸،۴ سلنه جوړوي، مثبت ځواب او ۸۷ کسانو چې ۱،۶ سلنه کېږي، له طالبانو سره د سولي نه کولو ته منفي ځواب ورکړی دی.
هغه وویل چې د دویمې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټاکنې غواړئ؟ ۴۹۹۰ کسانو چې ۹۲،۸ سلنه کېږي، مثبت ځواب او ۳۸۰ تنه چې ۷،۱ سلنه کېږي، منفي ځواب ویلی دی او ۹ کسانو نورو ځواب نه دی ورکړی.
مرکه شويو په دې اړه چې سولې او که ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي؟ ۴۸۵۲ کسانو ۹۰،۲ سلنې کېږي، د سولې ټینګښت غوښتنه یې کړې ده او ۴۲۹ کسانو چې ۸ سلنه کېږي، د ټاکنو ترسره کېدو وړاندیز یې کړی دی؛ خو ۷۴ تنه چې ۱،۴ سلنه کېږي، کوم ځواب نه دی ویلی.
د اریانا نیوز مشر شریف حسنیار دا څېړنه په داسې حال کې مهمه وبلله چې د سولې خبرې اترې دوام لري او ټاکنې په مخ کې دي.
نوموړي سوله د هېوادوالو بنسټيزه اړتیا وګڼله، ویې ویل: ((خلک تر ټولو لومړی په جګړو کې زیانمن کېږي او له سولې پرته خلکو ته بل څه مهم نه دي.))
په پاکستان پخوانی افغان سفیر محمدعمر زاخیلوال د څېړنې له خپرېدو وروسته په یوه مناظره کې وویل چې په هېواد کې د سولې مدیریت او د ټاکنو ترسره کېدل، نیمګړتیاوې لري.
هغه د دې مطلب په څرګندولو سره چې حکومت د سولې ټینګښت او ټاکنو لپاره منظم پروګرام نه لري، وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره باید پروګرام موجود وي، ځکه په تشو خبرو سوله نه شی راتلای.
نوموړي د سولې بهیر او ټاکنو کې د سیاسي څېرو پر عزل نیوکه وکړه، ویې ویل، که حکومت د ملي پرېکړو لپاره ټولو سیاسیونو ته غېږ پرانیزي، په دې توګه به ټولې شته ستونزې هوارې شي.
د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده چې په یاده مناظره کې يې ګډون درلود، دې مطلب ته په اشارې چې حکومت سولې ته دومره لېوالتیا نه لري، زیاته کړه چې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول هم یو ټاکنیز کمپاین دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن