ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې له بېوزله مېرمنو سره د جامو مرسته وشوه

بغلان کې له بېوزله مېرمنو سره د جامو مرسته وشوه

author avatar
23 Feb 2019 - 16:34
بغلان کې له بېوزله مېرمنو سره د جامو مرسته وشوه
author avatar
23 Feb 2019 - 16:34

پلخمري(پژواک، ٤ کب ٩٧): بغلان  کې په لومړي ځل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د ښځو  د نړیوالې ورځې په مناسبت له سلو بېوزله مېرمنو سره د ګنډل شويو جامو مرسته وشوه.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو مراسمو ته د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رييس عبدالبشیر اظهر وويل چې له بېوزله کورنیو سره د مرستې په نیت یې د یو شمېر ښځینه خیاطیو  له کورسونو یې ګنډل شوې جامې را ټول کړي او نن يې پر سلو بېوزله ښځو ووېشلې.

اظهر زیاته کړه: ((دغه مرسته مو د ښځو د نړيوالۍ ورځې په مناسبت له دغو بېوزله ښځو سره کړې ده .))

په دې مراسمو کې د بغلان والي عبدالحی نعمتي له بېوزله مېرمنو سره د شویو مرستو د هرکلي ترڅنګ له افغان سوداګرو غوښتنه وکړه چې د ژمي موسم کې دې د بېوزله مېرمنو د لاسنیوي په موخه مرستې وکړي.

والي د بېوزلۍ اصلي لامل روانه جګړه وبلله، خو هیله یې وښوده چې که د سولې روانې خبرې بریالۍ شوې، نو دغه ستونزې به هوارې شي.

په ورته وخت کې د نظربېګم په نوم مېرمنې چې یوه جوړه جامې یې ترلاسه کړې وې، پژواک ته وویل: ((د کورنۍ شپږ تنه را تر غاړې دي او په کور کې هېڅ نه لري، په دې يوه جوړه جامو هم ډېره خوشحاله يو.))

د يادونې ده چې د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالۍ ورځې په نوم نومول شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.